Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کابل کې د لیلامي توکو بازار ګرم شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/11

د ژمي په رارسېدو سره په کابل کې سږ کال د دویم لاس توکو یا لیلامي بازار د تېرو کالونو  پرتله ښه شوی دی. 

د لیلامي توکو یو شمېر پلورونکي وايي، بازار يې ځکه تود شوی،چې زياتره کاروبارونه اغېزمن شوي، کاري فرصتونه له منځه تللي او خلک هم هڅه کوي، همدا ارزان بيه لیلامي توکي واخلي. 

د لیلامي توکو یو تن پلورونکی وايي:«هو! د لیلامي توکو پلور زيات شوی، بيخي زیات شوی دی، د بې روزګارۍ له امله زیات شوي دي.کارو بارو نشته.»

د لیلامي توکو یو بل پلورونکی بیا وايي:« پېرېدونکي زيات شوي دي، ځکه زيات شوي دي،چې خلک غريب دي، د پنځو روپو شي ته یې وس نه کېږي د شل روپو شی اخلي. همدغه پسې ګرځي،لوړ شي ته يې وس نه رسېږي.»

د لیلامي توکو په پلورونکو کې ځینې داسې هم شته چې وايي، که بازار يې تود هم دی، خو بيا يې هم د ټولې ورځې مزدوري دوه سوه افغانۍ وي،چې د کور سرپرستي پرې سخته ده او له اسلامي امارته د کارو بار د پيدا کېدو غوښتنه کوي. 

د لیلامي توکو یو تن پلورونکی وايي:« توکي ارزانه شوي،خو چې چا سره پيسې نه وي نو په څه شي يې واخلي. همدا کورتۍ چې په دوکان کې اخلې، په زر، دولس يا ديارلس زره افغانۍکيږي،دلته يو نيم سل، دوه سوه يا سل افغانۍ کېږي.»

عام خلک هم مني،چې وروستی سياسي تحول د دې لامل شوی دی،چې د پيسو له کمبود سره مخ دي، نو هڅه کوي،د سپما په خاطر د سږ کال ژمي له پاره ليلامي لباسونه راونيسي. 

د  کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« د  اقتصاد له پلوه خو زه هڅه کوم،چې اتيا سلنه دلته ليلام فروشۍ ته راشم، چېرته چې ليلام فروشي وي،کوشش کوو چې هلته ولاړ شو، ځکه بې روزګاري زياته ده.»

د پوښاک وسايلو ليلام فروشۍ ته د خلکو د پام وراوښتو سره هم مهاله هغه هټيوال چې په کې ياد وسایل پر لوړه  بيه پلورل کېده، پلور  يې اغېزمن شوی او وايي، پېرېدونکي يې خورا کم شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist