Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي افغانستان کې سوله ټېنګه شي 

په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته برید نړیوال غبرګونونه پارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/07

په پلازمینه کابل کې د روسیې سفارت مخ ته د دوشنبې ورځې برید،چې د روسي وګړو په ګډون په کې یو  شمیر افغانانو ته هم مرګ ژوبله واوښته، پر کوردننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ( یوناما) دغه برید غندلی او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

یوناما زیاته کړې:« کابل کې د روسیې سفارت مخې،ته چاودنه په کلکو ټکو غندي. موږ د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب او ټپیانو ته د ژر روغېدو هېله کوو.»

بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي ټوماس ویسټ غبرګون ښودلی، برید یې غندلی او دا ډول بریدونه یې ترهګريز بللي دي.

ویسټ زیاته کړې:« د  امریکا متحده ایالات کابل کې د روسیې سفارت مخې، ته ترهګریز برید غندي. زه د قربانیانو او ټپیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.»

د دې تر څنګ په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په وروستي برید خواشیني ښودلې او د دا ډول بریدونو د عملینو د ژر نیولو او سزا غوښتنه یې کړې ده.

وانګ یو  زیاتوي:« موږ په کابل کې هغه برید غندو،چې د روسیې سفارت دوه کارکونکي او یو شمیر افغانان په کې وژل شوي. د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریک  کوو. د پېښې عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.»

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې دغه برید غندلی او ویلي دي،چې اړتیا ده،له ترهګرۍ سره جدي مبارزه پیل او د ترهګرو ټولې مالي سرچینې باید وچې شي.

یاد وزارت زیاته کړې:« په کابل کې د روسیې سفارت مخ ته ترهګریز برید،چې ګڼ شمیر کسان په کې وژل شوي او ټپیان دي، پر کلکو ټکو غندي. موږ د قربانیانو له کورنیو، د روسیې له دولت او خلکو سره ژوره خواخوږي شریک  کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هېله کوو.»

د ترکیې د بهریو چارو وزارت او کابل کې د ترکیې سفارت هم په دوه جلا ټويټونو کې یاد برید غندلی او د قربانیانو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.

د یاد وزارت زیاته کړې:« موږ کابل کې د روسیې سفارت مخې ته شوی خونړی او ترهګریز برید پر کلکو ټکو غندو. د روسیې دولت او د افغانانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هېله کوو.»

د ایران او قطر بهرنیو چارو وزارتونو او ګڼ شمیر نورو هېوادونو هم په دې پېښه خواشیني ښودلې او برید یې پر کلکو ټکو غندلی دی.

د یادولو وړ ده،چې د برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې ( داعش) ډلې پر غاړه اخیستی او د ګڼ شمیر وګړو د وژلو ادعا یې هم کړي ده،چې روسیې د دې برید په غبرګون کې کابل کې خپل سفارت تړلی دی او  د بیا پرانېستلو په تړاو یې تر اوسه پورې کوم څه نه دي ویلي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist