Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کابل کې د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان دفتر پرانېستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/14

په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان(او.آی.سي) دفتر د یکشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د لړم پر ۲۲ مه» رسما پرانېستل شو. 

د یاد دفتر په پرانېست غونډه کې د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په ګډون کابل کې میشتو ګڼو بهرنیو ډیپلوماټانو او د یوناما مشرتابه هم ګډون درلود.

کابل ته د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان سفیر  سعید ال عیاش وايي:« کابل کې مو نن رسما د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان دفتر پرانېست. د سعودي عربستان له حکومته مننه،چې افغانستان کې یې د دغه سازمان د فعالیتونو پراخه کولو او  غښتلي کولو لپاره همکاري وکړه. دغه دفتر به له افغانانو سره مرستې وکړي،چې په اوس کې له بشري، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دي.» 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي بیا له دغه اقدام هرکلی کوي او دا یې د ځان لپاره سیاسي او ډیپلوماټیکه بریا وبلله. 

متقي زیاتوي:« د دې دفتر پرانېسته واقعا یوه بریا ده، یوه سیاسي بریا ده، یوه ډیپلوماتیکه بریا ده او یو پرمختګ دی. موږ هېله لرو،چې د همدې دفتر پرانېستو او فعالیت په پایله کې به افغانستان کې ډېرو اړمنو کسانو ته هم بشري مرستې ورسېږي او  هم به د اسلامي هېوادونو مرستې له همدې لارې لا ښې تنظیم شي.» 

متقي که څه هم د دغه دفتر په مرسته د اسلامي هېوادونو د بشري مرستو د ښه تنظیم خبره کوي، خو غوښتنه لري چې دغه فعالیتونه دې پر  بشري مرستو نه محدودیږي.

اخوا په  ناسته کې د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت،چې د همدې سازمان عمومي مشرپیغام یې ولوسته وویل، له اسلامي پراختیایي بانک سره په همغږۍ یې داسې صندوق پرانېستی دی،چې په مرسته به یې له  افغانستان سره بشري مرستې تنظیم کېږي. 

بخیت وايي،چمتو دي،چې د همدې دفتر له لارې له افغانستان سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه:« د دغه دفتر پرانېسته به افغانستان کې د بشري مرستو ویش او پرمختګ کې ونډه ولري. دغه دفتر به افغانستان کې د بشري، ښوونیز، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي سکتورنو د همغږي کولو او پیاوړي کولو لپاره د یوه چینل حیثیت ولري،تر څو په افغانستان کې سوله، امنیت او ثبات یقیني شي.» 

علي بخیت وايي، افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانېستل او د ټولشموله حکومت تشکیل د نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو غوښتنه ده او په همدې تړاو یې له اسلامي امارت سره خپل بحثونه جاري ساتلي دي. 

دغه راز هغه وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ بلې ته خرابیږي او د دې وضعیت له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی قشر ماشومان او ښځې دي.

په کابل کې د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان(او.آی.سي) د دفتر پرانېستې ژمنه د تېر کال ډیسمبر کې د افغانستان په اړه د دغه سازمان په هغه ځانګړې ناسته کې شوې وه، چې اسلام آباد یې کوربه و.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist