Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې یوې ۱۳ کلنې نجلۍ ۱۳۰ نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/12/05

د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ  په ځاځي اباد کلي کې د معرفې په نوم یوې ۱۳ کلنې نجلۍ په یوه کرایي کور کې  ۱۳۰ نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې. 

معرفه دلته له دوو کلونو راهیسې له معاش پرته نجونو ته د قرانکریم د تدریس ترڅنګ لیک او لوست ور زده کوي.

معرفه زیاتوي:« دوه کاله کېږي، چې دا مدرسه مو خلاصه کړې. زه خلکو ته درسونه ور زده کوم. شااوخوا ۱۳۰ زده کوونکې لرم.  دې زده کوونکو کې ځینې د جګړو له امله را بې ځایه شوي دي. » 

معرفه له ۵۰ نجونو د میاشتې سل کلدارې اخلي او د دغو خونو پنځه زره کرایه پرې پرېکوي.

دغه راز معرفه د خپلو زده کوونکو لپاره د سرپناه  او درسي موادو غوښتنه کوي. 

هغې زیاته کړه:« موږ ته دا کور یو چا موقتي راکړی دی، زه د مدرسې زده کوونکو ته ودانۍ نه لرم. د مدرسې زده کوونکې کتابونو او نورو وسایلو ته اړتیا لري.» 

اخوا د دغه ټوولګي زده کوونکې د سرپناه او درسي موادو تر څنګ د خپلې ښوونکې لپاره معاش غواړي. 

له یوه کال ډېره موده کیږي،چې په هېواد کې له شپږ ټولګي  پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي او د دا ډول ټولګیو جوړونکي له دې کبله هم د ستاینې وړ بلل کیږي،چې د نجونو د زده کړو بهیر یې روان ساتلی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist