د څمکنیو ولسوالۍ په نسبتا لوی بازار کې راکړه ورکړه پر افغانیو شوې او د امنیتي ځواکونو او ښاروالۍ له لوري هغه هټۍ او مارکیټونه د ۱۰ ورځو لپاره تړل کیږي،چې توکي پر کلدارو پلوري.
د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ ولسوال عزت الله مخلص وايي:« پریکړه شوې،چې راکړه ورکړه پر افغانیو شي. له خلکو غواړو،چې د خپل ملي هویت په خاطر دې کلداره بنده او راکړه ورکړه دې پر افغانیو کړي، چې افغانۍ ارزښت پیدا کړي.»
د هټۍ وال وايي،افغانۍ یې ملي هویت دی،خو په خبره یې بازار کې افغانۍ په اسانۍ نه موندل کېږي.
د څمکنیو ولسوالۍ کې یو هټۍ وال وايي:« که دلته د بانک څانګه پرانېستل شي یا اسلامي امارت افغانۍ ډېره کړي،سل په سلو کې به راکړه ورکړه پر افغانیو شي.»
د څمکنیو ولسوالۍ کې یو بل هټۍ وال بیا وايي:« بازار کې افغانۍ کمې دي، بانک نه شته دی،چې بازار ته افغانۍ ورسوي. له ټولو خلکو سره جیبونو کې کلدارې دي او موږ د سودا پر وخت ورسره په ستونزه کې یو.»
خلک له ښاروالۍ غواړي،د توکو بیې دې کنټرول کړي.
د څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«څمکنیو کې راکړه ورکړه پر افغانیو شوې او کلداره بنده ده،خو له ښاروالۍ غواړو،چې نرخونه دې کنټرول کړي.»
د څمکنیو ولسوالۍ ښاروال بشیر ځوانمل بیا وايي، د توکو پر نرخنامه کار کوي او نږدې ورځو کې به یې پلې کړي.
ځوانمل زیاته کړه:« نرخنامه هر وخت کنټرول کیږي او هڅه دا ده،چې ټولو توکو ته نرخونه وټاکو. ان شاالله دا چاره به نږدې ورځو کې ترسره شي.»
د دې تر څنګ پټان،جاني خیلو، لجه منګل، اریوب ځاځیو، احمدخیلو او میرزاکې ولسوالیو کې راکړه ورکړه پر کلدارو کیږي او مسوولین وایي،د مخنیوي هڅې یې کوي.