Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې نیول شویو وسلو خواله رسنیو کې  پراخ غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/27

په خواله رسنیو کې له  وړمې ورځې راهیسې د وسلو ځينې انځورونه لاس پر لاس کېږي، چې د پکتیا ولایت له لارې پاکستان ته قاچاق کېدل او د اسلامي‌امارت ځواکونو یې مخنیوی کړی دی.

ګاونډي هېواد ته د وسلو قاچاق دغه هڅه د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شوې، د خواله رسنیو کاروونکو د وسلو قاچاق وړونکي ملي خاینین بللي او د سختې جزا غوښتنه یې کړې ده.

حماد افغان لیکلي:« زموږ او د ولس غوښتنه دا ده،چې کوم بې ضمیره خلک وسلې او نور مهمات پاکستان ته لېږدوي او یا یې داخل کې پلوري، دولت باید دغه خلک عام محضر کې په دار کړي، تر څو د خیانتګرو لپاره عبرت شي. پر هره فرضي دروازه باید د هر موتر جدي پلټنه وشي او بیا پریښودل شي.   د خیانت بښل ولس سره ظلم دی.»

له دې سربیره ګڼو نورو عامو خلکو او طالبانو د وسلو قاچاق ملي خیانت یاد کړی او له مسوولینو غوښتنه شوې،چې قاچاق وړونکو سره سخت چلن وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد ر مشر شفیع اعظم  وايي:«  د وسلې قاچاقچیان او ملګري یې را ټینګ کړئ. دې کې که پر لوړه کچه څوک دخیل دي یا ټیټه کچه؛ ټول غدار  دي.دا  صف او دا هېواد داسې خلکو ته قطعا اړتیا نه لري. دا صف تصفیه کول غواړيي‎.»

اخوا د کورنیو چارو وزارت  ویاند قاري سعید خوستی بیا وایې، وړاندې ورته د وسلو د قاچاق اطلاع رسیدلې وه او د دوی د اقدام په صورت کې مازدا ډوله موټر چې وسله یې انتقالوله له دوه قاچاق وړونکو سره نیولې ده.

خوستي زیاته کړه:« ځواکونه له ډېرو هڅو وروسته وکولای شو،چې دغه مازدا ډوله موټر ونیسي،چې په کې یوه صندوق کې ۱۳ کارمولي ټوپک، زره عدده خفیفه مرمۍ او ۸ سوه د امریکايي ایم فور ټوپکو شاجرونه په کې ځای پر ځای شوي ول. مازدا موټر له دوه تنه قاچاق کوونکو سره یو ځای نیول شوی دی. » 

خوستی مو د هغو ویډیو ګانو په اړه وپوښت، چې نظامي وسایط په کې انتقال کېږي او نیوکي کېږي، چې ګوندې دا وسایط پاکستان ته وړل کیږي.

خوستی وايي:« هغه انځورونه او ویډیوګانې،چې په خواله رسنیو کې نشر کېږي، د غني د ادارې د وخت دي،چې امریکایانو ډېری پوځي وسایل له دغو لارو اېستلي دي. اسلامي امارت به هېڅ کله هم چاته اجازه ورنه کړي،چې یوه مرمۍ هم له هېواده بهر انتقال کړي. موږ په خپله یوې قوي اردو ته اړتیا لرو. » 

د وسلو قاچاق په تړاو عام خلک او طالبان یوه خوله دي، له  چارواکو نه یې د قاچاق مخنیوي او قاچاق کوونکو ته د اشد مجازات غوښتنه کړې ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist