Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 په پکتیا کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو او بې ځایه شویو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/04

په سویل کې د پکتیا ولایت کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مشر صابرګل مصلح وایي،په دغه ولایت کې یې له شااوخوا ۳۵۰ سېلاب ځپلو او بې ځایو شویو کورنیو سره نقدي مرسته وکړه. 

مصلح وايي،  دغه ۳۵۰ کورنۍ د سروې له مخې، پر نښه شوي او هرې کورنۍ ته ۴۲۰ ډالر ورکړل شول. 

مصلح زیاتوي:«هغه کسان،چې هغه زیانمن شوي دي، له هغوی سره هم دا مرسته شوې ده.همکارانو مو بېلابېلو ولسوالیو ته ولاړل  او مرکز کې مو هم سروې وکړه. هرې کورنۍ ته ۳۵۰ ډالره ورکوو. اوس د ۳۵۰ کورنیو لپاره د دې مرستو وېش روان دی.»  

سېلاب ځپلې کورنۍ بیا وایي،هر څه یې اوبو وړي او دغه مرسته ورته بسنه نه کوي او اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونه دې ورسره مرسته وکړي. 

یو تن سېلاب ځپلی وايي:«دغه مرستې،چې دوی یې له موږ سره کوي،مننه ترې کوو، خو دا مرستې زموږ لپاره بسنه نه کوي، ځکه د کورنیو شمېر  ته،چې ګوره، بې کاري زیاته ده،نو پر دې مرستې به د ډېر کم وخت لپاره د خلکو یو څه ګذاره شي.» 

د دغو کورنیو له منځه داسې کورنۍ هم شته  دي،چې تر ورځو ورځو یې ډوډۍ نه ده لیدلې.

یوه سېلاځپلې مېرمنه وايي:« خپله اوه ماشومان لرم. اته کسان یتیمان راسره دي او یوه هم ګوڼده راسره ده.له تېرې شپې راهېسې موږ څه نه دي خوړلي. شااوخوا پنځه ورځې کېږي،چې ورېخې پخوو. هېڅ  هم نه لرو.»  

د مالوماتو له مخې، د وروستیو سیلابونو له کبله پکتیا ولایت کې له زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي او مرکز ګردیز او ډېری ولسوالیو کې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه زیانمن شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist