Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې سېلابونو او ږلۍ شااوخوا ۵ زره جریبه کرنیزې ځمکې زیانمنې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/06

په سویل کې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز،احمد ابا  او سیدکرم ولسوالیو کې وړمه ورځ سیلاوونو او ږلۍ شااوخوا۵ زرجریبه کرنیزې ځمکې او باغونه زیانمن کړي دي. 

د مرکز ګردیز بالادې سیمې یو تن اوسېدونکی وايي:«زموږ سیمه کې شااوخوا دوه یا  درې زره باغونه دي، د مڼو ، ګیلاسو،زردالو دا ټول ږلۍ وهلي، آن فصلونه لوبیا ، کچالو ، پیاز او بانجان یې وهلي، دا ټول خراب شول.» 

د مرکز ګردیز بالادې سیمې یو تن  اوسېدونکی وايي:« دا څه بالاده،چې ده،هر کور باغ لري،یوازې باغونه نه دي فصلونه هم ږلۍ وهلي دي.» 

باغ لرونکي او بزګران وایي،سېلابونو او ږلۍ یې باغونه او فصلونه ډېر زیانمن کړي ، د کال خواري یې اوبو لاهو وړې او کرنې وزارت او مرستندویه بنسټونه دې ورسره مرسته وکړي. 

د مرکز ګردیز بالادې سیمې یو تن  اوسېدونکی وايي:« زموږ زیانونه دې براورد شي، له بزګرانو او باغ لرونکو  سره دې مرسته وشي. دوی ته هېڅ هم نه دي ور پاتې، هر څه ږلۍ وهلي ، غنم او نور فصلونه یې هم زیانمن کړي دي.»

د مرکز ګردیز بالادې سیمې یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« له کرنې ریاست غواړو،چې له موږ سره دې مرسته وکړي. روزګار نه شته  دی. همدا باغونو ته پراته یو، د باغونو اوبه کولو لپاره ساعت په اووه سوه افغانۍ اخلو.» 

اخوا د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مومند خروټی بیا وايي،د تیرې ورځې سېلابونو او د  ږلۍ له کبله شااوخوا ۵ زره جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه زیانمن شوي دي.

خروټي زیاته کړه:«څلور زره جریبه ځمکه پورې باغونه د مڼو ، زردالو او همدا راز، غنم،جوار او لوبیا یې هم زیانمنه کړې ده.» 

کرنې ریاست وايي،د سېلابونو او ږلۍ له کبله زیانمنو شویو سیمو ته د سروې ټیمونه استوي، له  وزارت سره یې هم د زیانونونو په اړه راپور شریک کړی او له  مرستندویه بنسټونو یې غوښتنه کړې،چې له بزګرانو او باغ لرونکو سره دې مرسته وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist