Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې د غمنو حاصلات د نورو کلونو پرله کم شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/12

په سویل کې د پکتیا  ولایت په ډنډ پټان،څمکنیو او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د وچکالۍ له کبله د غنمو حاصلات د نورو کلونو  پرتله کم شوي دي .

بزګران وایي،غنمو ته یې پر وخت اوبه نه دي رسیدلې او په خبره یې له همدې امله یې حاصلات کم دي. 

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« دا خوړ وګورئ! یو څاڅکی اوبه هم په کې نه شته دی. له پسرلي راهیسې مو غنمو ته اوبه نه دي ورکړي،نو څنګه به یې حاصل زیات شي. غنم د نورو کلونو په پرتله بیخي کمزوري دي.» 

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی وايي:« د غنمو فصل سږ کال بیخي کمزوری دی،ځکه چې اوبه  نه شته دي. کیمیاوي سرې مو ورنه کړې او  وچکالي زیاته ده.» 

سید امین د څمکنیو ولسوالۍ مده خېلو سیمې اوسېدونکی دی، وایي، نورو کلونو کې به یې دوو پټیو تر ۷۰ منه پورې د غنمو حاصلات کول،خو سږ کال به د کرل شوي تخم اندازه هم تر لاسه نه کړي. 

هغه زیاته کړه:« دا پټی مې د تره دی. په نیمه دی او هغه بل زما پټی دی. نورو کلونو به دې دواړو پټیو تر ۸۰ منه غنم کول،خو سږ کال تخم هم نه راته کوي.» 

د څمکنیو او ډنډ پټان وریجې د پکتیا پر کچه مشهورې دي،خو سږ کال د دغو ولسوالیو په ډېری برخو کې د وچکالۍ له کبله د وریجو کرل ناشوني دي. 

د دغو سیمو ډېری کلیو کې د اوبو څاګانې هم وچې شوي او خلک یې پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«موږ دا  ستونزه لرو. د څښاک اوبو او د ځمکو د اوبو دلته دوه فصله کیږي، وریجي هم هر کال کیږي،خو سږ کال ناشونې دي.» 

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« دلته هر کلي کې ډېری څاګانې وچې شوي. د څښاک اوبو کمی دی، په سخته پیدا کیږي.» 

د یاد ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین وایي، پکتیا کې د وچکالۍ له کبله د اوبو کچه تر ۸۰  سلنې ټیټه شوې او خلک باید د اوبو له استعمال سره احتیاط وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist