Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په هلمند کې د ۱۱۰ جوړو ډله ییز ودونه وشول 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/12

د ډله ‌ییزو ودونو پر دوام دا ځل په هلمند ولایت کې د سید احمد سېلاب خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د هغو ۱۱۰ جوړو  د ډله ‌ییز واده مراسم ترسره شول،چې د ودونو ترسره کېدو لپاره یې مالي لګښت نه درلود.

د یاد بنسټ مشر سید احمد سېلاب هلمند کې د یاد ډله ییز واده د مراسمو پر مهال وویل، دا هغه کسان دي،چې کوژدن شوي ول،خو د ودونو د مراسمو ترسره کېدو لپاره یې وس نه درلود.

سېلاب زیاته کړه:« دغو مراسمو ته د زوم او ناوې د خپلوانو لګښت هم زموږ د بنسټ له لارې ورکړل شوی دی. دوی ته د خیریه بنسټ په مرسته دا مراسم ونیول شول.پر مراسمو سربېره مو هغوی ته د کالیو منځلو ماشین، د خیاطۍ ماشین، د زوم او ناوې کالي او نور توکي هم واخېستل.»

د دغو ۱۱۰جوړو د دوستانو  له ډلې د یو شمېر زومانو پلرونو او مېندو له یاد بنسټ دمننې تر څنګ پر نورو ملي تجارانو او شتمنو کسانو غږ وکړ،چې له بې وزلو ځوانانو سره د مرستې په موخه  دې دغه لړۍ وپالي. 

د یوه  د زوم پلار وايي:« موږ د سېلاب  ډېره مننه کوو. له موږ سره یې ډېره لویه مرسته وکړه او نور کسان هم باید د ورته کارونو ترسره کولو ته دوام ورکړي، یعنې هغه کسان چې بډایه دي.» 

د ډله ییزو ودونو زومان بیا پر هغو ناوړه دودونو او لوړو ولورونو نيوکه کوي،چې د ګټلو او تر سره کولو لپاره یې ګڼ شمېر ځوانان نورو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو تللو ته اړ شوي دي.

یو زوم وايي:« موږ د داسې مراسمو پر جوړېدو ډېر خوښ یو.د سېلاب خیریه بنسټ له مسوولینو او تمویلوونکو مننه کوو،خو هغه دودونه او لوړ ولورونه غندو،چې د پوره کولو او  ګټلو لپاره مو ګڼ شمېر  ځوانان په بهرنیو هېوادونو کې په پردیو مزدوريو ستړي شوي دي.» 

که څه هم سېلاب خیریه بنسټ تر دې وړاندې په کندهار  ولایت کې هم سلګونو ځوانانو ته  ډله ییز ودونه کړي،خو دا لومړی ځل دی،چې په هلمند ولایت کې د یاد خیریه بنسټ له لوري د ۱۱۰ جوړو ډله‌ییز ودونه ترسره کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist