Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/01

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د کورنيو تولیداتو درې ورځنی ملي نندارتون پرانستل شو.  په دې نندارتون کې له٤٠ زیات بېلابېل کورني توليدات په ٥٠  غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

مسوولین وايي، د ياد نندارتون موخه د کورنيو توليداتو لپاره بازار موندنه او خلکو ته د دې توليداتو پېژندنه ده.

د هلمند صنعت او کانونو خونې رییس رحمت الله نظري وايي: « د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا په هلمند کې دویم نندارتون دی او د هلمند خلکو ته یې زیاتې ګټې رسولې دي. د هلمند خلک او سوادګر کولی شي په دې نندارتون کې خپل تولیدات وګوري او بازار موندنه ورته وکړي.»

د هلمند سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس غلام یحی پښتون وايي: « د حقمل په نوم دا نندارتون د هلمند خلکو او نورو کسانو ته د افغانستان او هلمند داخلي تولیدات ورښيي.»

نندارتون ته ورغلي صنعتکاران او خلک هم دا ډول نندراتونونه د کورنيو توليداتو د بازار موندنې په برخه کې ګټور بولي او د دوی د محصولاتو بازار موندنې د دوامداره کېدو غوښتنه کوي.

هغوي وايي، نړيوالو مارکېټونو ته د لارو نه لرلو له امله يې توليدات په کافي توګه د خرڅلاو بازار نه لري او قېمتونه يې هم د پام وړ ښکته شوي دي.

صنعتکار محمد طارق وايي: « دا ډول نندارتونونه ډېر ازرښت لري، زموږ توکي خلکو ته ورښيي او د صنعت لپاره بازار موندنه کوي.»

صنعتکار محمد اصف وايي: « دا ډول نندارتونونه زموږ د تولیداتو لپاره یو ډول تبلیغ دی. دلته له ښارونو او کلیو څخه خلک راځي او دا تولیدات ګوري او په دې پوهېږي چې اوس په افغانستان او د دوی په ولایت کې کوم توکي تولیدېږي.»

هلمند کې دا مهال د کورنیو تولیداتو د کارخونو شمېر له ١٥٠ اوښتی چي په بېلابېلو برخو کې تولیدات لري او شاوخوا ٦ زره کسان په کې په کار بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist