Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په هرات کې د جمعې ورځې چاودنې پر کوردننه او بهر غبرګونونه پارولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/04

د هرات ولایت په ګازرګاه جومات کې د جمعې ورځې چاودنه،چې د مولوي مجیب الرحمان انصاري په ګډون په کې لسګوه کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي، پر کوردننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما یاده چاودنه په کلکو ټکو غندلې او د ورته بریدونو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

یوناما زیاته کړې:«  یوناما په هرات کې پر ګازرګاه جومات برید،چې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندي. د عبادت ځایونو په ګډون پر بې ګناه افغانانو دا  ډول بریدونه باید ژر تر ژره  ودورل شي.»

بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي، چاودنه یې غندلې او د عاملینو د نیولو او عدالت ته د سپارلو غوښتنه یې کړې ده.

ویسټ زیاته کړه:«  د هرات ګازرګاه جومات په چاودنه کې د ګڼو قربانیانو کورنیو ته چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی او یا ټپیان دي، د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوم. موږ د ترهګرۍ دغه ناوړه عمل غندو او عاملین یې باید د عدالت منګلو ته وسپارل شي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم پر خپله ټویټر پانه د ګازرګاه پر جومات برید غندلی او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې.

یاد وزارت زیاته کړې:«  د قطر دولت هغه برید چې هرات ښار کې یو جومات i کې په نښه شوی او له امله یې ګڼ شمیر کسانو وژل شوي او ټپیان دي، په کلکو ټکو غندي. د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو، افغان حکومت او خلکو ته د قطر دولت د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.»

د دې تر څنګ د ایران بهرنیو چارو وزارت د چاودنې غندنه کړې او ویلي دې،چې ایران به تل د ترهګرې پر وړاندې مبارزه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

یاد وزارت زیاته کړې:«  د ایران دولت د هرات ښار ګازرګاه جومات کې پر لمونځ کونکو ترهګریز برید پر کلکو ټکو غندي. د ایران اسلامي جمهوري دولت د افراطیت، خشونت او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانانو تر څنګ دریږي.»

که څه هم دا لومړی ځل نه دی،چې جوماتونه او دیني علماء په نښه کیږي،خو لا هم د مذهبي ځایونو د امنیت په تړاو کوم ځانګړی ګام نه دی اخیستل شوی.

اوس غوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت دې د عبادت ځایونو د امنیت لپاره لاس په کار شي او نور اجازه ورنکړي،چې ملکي وکړي د داسې ترهګریزو بریدونو قربانیان شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist