Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز دوه کاله پوره شول

په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز دوه کاله پوره شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/25

د اقتصاد وزارت له نن څخه دوه کاله وړاندې د ډسمبر پر ۲۴مه د یوه مکتوب په صادرولو سره د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون، ټولو نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیر ولګاوه.

د یاد وزارت چارواکو په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز لامل د حجاب نه رعایتول یاد کړي و.

له دې پريکړې وروسته، په افغانستان کې یو شمېر فعالو نړيوالو موسسو خپلې چارې وځنډولې.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، سرپرست حکومت دې د خپل نظام د پایښت لپاره هغه څه ومني چې عام افغانان یې غوښتنه لري او له نړۍ سره د تعامل په برخه کې ستونزې هم کمولی شي.

دوی پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار بندیزونه او د تعلیم یافته نجونو بې روزګاري په ټولنه کې د اقتصادي ننګونو یوه برخه ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « د مېرمنو کار، بندیزونه په دولتي ادارو کې، په انجیوګانو کې او همدارنګه د نجونو د مکتبونو د داروازو بندول، د نجونو د پوهنتونونو دروازو بندول او د طبي نرسېنګ دروازو بندول، دا هغه ضربه ده چې طالبان یې خپله ځانته واردوي.»

پخوانی ډيپلومات عزیز معارج په دې اړه وايي: « که موږ په عامه کچه باندې وګورو، له نړیوالو سره د افغانستان انزوا یا رسمي اړیکې نه درلودل یا هم پر رسمیت نه پېژندل، د راکړې ورکړې نه لرل او دغه راز پراخې اړیکې نه درلودل یا په لویه کچه د مرستو نه کېدل؛ دا په ټوله کې دا دي چې د نړۍ یوازینی شرط د نجونو تعلیم او د ښځو کار او اشتغال دی. دا نه یوازې په دولتي ادارو کې چې دوی شخصي او خصوصي سکټورونه دي، هلته باید کار ته اجازه ورکړل شي بلکې دولتي ادارو کې هم دوی ته هغه خپل مقررات شرعي چې ورته وضع کېږي، د هغو په رعایت سره باید دوی ته دندې ته اجازه ورکړل شي ترڅو دوی هم خپل کار وکړي.»

په ورته مهال، د بشري حقونو فعالانې هم له سرپرست حکومته غواړي چې د افغانستان د تعلیمي او اقتصادي پرمختګ او له نړیوالې انزوا د وتلو لپاره دې د ښځو پرکار او زده کړو محدویتونه لرې کړي.

د بشري حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ وايي: « د ښځو پر کار او زده کړو دا ډول محدودیتونه د ټولنې پر اقتصادي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي اړخونو باندې ډېر منفي اغېز لري. اړتیا ده دغه ډول سیاستونه ژر تر ژره د ښځو له حقونو د ملاتړ په موخه اصلاح شي.»

د ښځو او نجونو پرمخ د زده کړو او کار پر بندیز له دوو کالو تېريدو سره لاهم دغه پرېکړه د نړیوالو له غبرګونونو سره مخ ده.

دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له سرپرست حکومته وغوښتل چې  ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر وړاندې وضع شوي بندیزونه او محدودیتونه لرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist