Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/02

د لومړي ځل لپاره د هرات له پاشدان بند څخه د کروندګرو کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه اوبه خوشي شوې.

مسوولین وایي، هرات ولایت کې د وروستیو ورښتونو له زیاتوالي سره په پاشدان بند کې د اوبو کچه لوړه شوې چې له امله یې کروندو ته د اوبو خوشي کېدو زمینه هم برابره شوې ده.

د دوی په خبره، د پاشدان بند اوبه په عادلانه ډول د ۸۰ کیلومټره کانالونو او ویالو له لارې لومړي پړاو کې د کروخ ولسوالۍ کلیو ته بهیږي او وروسته به د انجیل، پښتون ‌زرغون ولسوالیو او همدارنګه د هرات ښار د شمالي برخو ویالو ته هم ورسېږي.

د پاشدان بند پروژې مرستیال عبدال اله قاضي‌زاده وايي: « دغه بند اوس د ګټه اخستنې واقعي پړاو ته رسېدلی او خلک ترې ګټه اخلي. ښه والی یې دا دی چې د اوبو له خوشي کېدو سره به له ۵۰ زرو ډېر کسان په کارونو بوخت شي، زیاتې ځمکې به وکرل شي، کرنیز محصولات به زیات شي او زموږ د خوراکي ځان بسیاینې کچې به ورسره لوړه شي.»

بله خوا، د هرات یو شمېر کروندګر وایي، په تېرو کلونو کې د اوبو کمښت له امله له جدي ستونزو سره مخ وو او ان ځینې ځمکې یې شاړې پاتې شوې وې، خو سږ کال د وروستیو ورښتونو او د پاشدان بند اوبو په خوشي کېدو سره به یې حاصلات څو برابره زیات شي.

د کروخ ولسوالۍ د پاشدان کلي اوسېدونکی عبدالغني وايي: « زموږ ځمکې ډېر حاصلخېزې دي او همدارنګه ښه باغونه او ونې لرو. موږ کولی شو د غنمو، وربشو او جوارو په ګډون هرڅه وکرو. له دې وروسته به هر هغه څه وکرو چې خلک ورته اړتیا لري.»

کروندګر احمدشاه وايي:« همدا اوس هرات کې د غنمو، وربشو او ځینو نورو حبوباتو د کرلو وخت دی. د پاشدان بند اوبه کولی شي د دغو نباتاتو په رسولو کې د کروندګرو مرسته وکړي.»

کروندګر محمد عثمان وايي: « زموږ خلک دلته خزاني کښتونه لري، لکه غنم، وربشې، زعفران، باغونه او ونې. اوس چې په بند کې اوبه شته، نیت لرو چې پسرلني کښتونه هم وکرو، په دې کې پالېزونه، رومیان او سبزیجات شامل دي.»

په ورته مهال، د هرات سیمه‌ییزې ادارې مسوولین ټینګار کوي چې د دې بند اوبه به د کروندګرو د کرنیزو ځمکو خړوبولو اړتیاوې پوره کېدو پوري خوشي وي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کروندو د اوبه کولو او زراعت لپاره خوشي شوې. د هرات محلي اداره ژمنه ده چې د ولایت ټولو کروندګرو ته اړین خدمات چمتو کړي. همدارنګه، موږ هڅه کوو چې خوشي کړې اوبه په عادلانه توګه تر ټولو کروندګرو او کروندو ورسوو.»

د پاشدان بند د هرات ښار شمال ختیځ خوا ته ۲۵ کیلومټرۍ کې په کروخ ولسوالي کې موقعیت لري چې د ۵۴ میلیون متر مکعب اوبو زېرمه کولو  او د ۱۳ زره هکټاره کرنیزو ځمکو خړوبولو ظرفیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist