Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په فراه کې د عنابو حاصلات زیات شوي

په فراه کې د عنابو حاصلات زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/07

 د عناب مېوه له تېرو ۱۰۰ کلونو راهیسې د افغانستان په فراه ولایت کې یې رواج موندلی او ګڼ شمېر باغونه یې جوړ شوي دي.

د دغه ولایت بڼوال د عنابو سږنيو حاصلاتو ته خوښ دي او وايي، د نورو مېوو پرتله ښه عاید لري.

که څه هم بڼوال د عنابو په حاصلاتو کې زیاتوالي ته خوښ دي،خو وايي، د بڼوالۍ په برخه کې مسلکي کسان نه لري او د عنابو د پلور لپاره مناسب بازار نه شته.

بڼوال له مسوولینو غواړي چې حاصلاتو ته یې د بازارموندنې ترڅنګ د عنابو د بڼوالۍ په اړه د ملسکي کسانو په وسیله بڼوالو ته روزنه ورکړي.

یو تن بڼوال اسماعیل وايي:« له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د عنابو سوداګرۍ ته پاملرنه وکړي. موږ خپل راټول کړي عناب په ډېره ټيټه بیه پلورو.»

د عنابو یو بل بڼوال عبدالکریم وايي:« موږ ته په سمه توګه رسېدنه نه ده شوې، دا ځای له مرکز څخه لرې پروت دی. باید د حکومت پاملرنه زیاته شي. نه یوازې دا چې زموږ مېوې رسنیزه، تجارتي او بازاري بڼه نه ده ورکړل شوې، بلکې له ایران د ورداتي عنابو مخه هم نه ده نیول شوې.»

همدارنګه د عنابو بڼوال شراف الدین بیا وايي:« له بده مرغه حکومت زموږ بڼوالۍ، کرنې او مالدارۍ ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او نه یې زموږ عناب بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي. څومره چې موږ زحمت باسو، هغومره نه پلورل کېږي.»

د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم دغه ولایت کې د عنابو په حاصلاتو کې د ۲۰ سلنې زیاتوالي خبره کوي او زیاتوي چې د بڼوالو حاصلاتو ته د بازار موندنې ترڅنګ به د مسلکي روزنې هڅې هم وکړي.

د فراه کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مرستیال محمد داوود حنفي وايي: « د بزګرانو او سوداګرو له ډلې ۱۰۰ تنه د یوې همکارې موسسې له خوا سروې شوي، ترڅو د عنابو په اړه روزنه ورکړل شي. دغو کسانو ته اړوند وسایل هم ورکول کېږي. موږ پلان لرو، چې په بازارونو او سوداګریزو مارکېټونو کې د عنابو لپاره بازار موندنه وکړو.»

د مسوولینو د مالوماتو له مخې، اټکل کېږي، چې روان کال کې به د فراه ولایت له ۱ زره ۳۳۶ هکټاره باغونو څخه ۴ زره ۲۷۵ ټنه عناب ترلاسه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist