Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په خوست او کونړ کې د پاکستاني الوتکو بمباریو توند غبرګونونه راپارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/17

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چار وزارت په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني الوتکو بمبارۍ په غبرګون کې د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۷» په  کابل کې د دغه هېواد سفیر منصور احمد خان احضار کړ او اعتراضیه لیک یې ورکړ،چې خپلو مشرانو ته یې ورسوي.

بهرنیو چارو وزارت وايي:« افغان لوري، د پاکستاني ځواکونو له لورې تازه په خوست او کونړ ولایتونو کې ترسره شوي بریدونه وغندل او په ټینګار سره یې د بیا تکرار مخنیوي غوښتنه وکړه.»

د بهرنیو چارو وزیر سرپرست امیرخان متقي، د پاکستان سفیر ته ویلي دا ډول بریدونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلي کړي او له دغه حالته به بدخواهان او مغرضې کړئ ګټه واخلي.

اخوا یو شمیر مخکینیو لوړ پوړو چارواکو هم په خوست او کونړ کې د  پاکستاني الوتکو  بریدونو  ته غبرګون ښودلی.

د بهرنیو چارو مخکینی وزیر محمد حنیف اتمر وايي:« په خوست او کونړ کې د اوسېدو پر ځایونو د پاکستان د پوځ د تیرې شپې بریدونه، چې زموږ د بې ګناه ملکیانو د تلفاتو لامل شوی، په هېڅ وجه د توجې وړ نه دي او په کلکو ټکو یې غندم.»

په پښتونخوا کې هم دغه بریدونه غندل شوي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر، محسن داوړ د پاکستان په پارلمان کې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ تیری غندلی.

داوړ زیاته کړې:« تيره شپه د پوځ او پاکستان الوتکو په شمالي وزيرستان کې د پولې هغې غاړې ته د بې ځايه شویو،خلکو په يو کيمپ بمبار کړی دی،چې په پایله کې یې تر ۴۰ زیات کسان شهیدان شوي.دا پیښه په کلکو ټکو غندم. دا زموږ سرې کرښې دي، داسې څه شته،چې موږ پرې هېڅکله همغږي نه شو او غلي پاتې نه شو، دا پېښه باید په جدي توګه وڅېړل شي.»

په ټولنیزو رسنیو کې، په افغان خاوره د پاکستانیو الوتکو بریدونه یرغل یاد شوی او له حکومته  د جدي او بی المثل اقدام غوښتنه شوې ده.

پاکستانیو، جیټ الوتکو د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو وړمه شپه هوایي بریدونه کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې له پنځوسو زیات ملکیان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist