Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په جګړه کې نیول شوي پاکستاني پوځیان د عربستان په منځګړیتوب خوشي شول

په جګړه کې نیول شوي پاکستاني پوځیان د عربستان په منځګړیتوب خوشي شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/19

اسلامي امارت د سعودي عربستان په غوښتنه او منځګړیتوب درې تنه پاکستاني پوځیان ازاد کړل. حکومتي مسوولان وايي، یاد پوځیان پنځه میاشتې وړاندې پر ډيورنډ فرضي کرښه د غچ اخيستونکو عملياتو پرمهال نیول شوي وو.

د دوی په خبره، یاد پاکستاني پوځیان یې له هېوادونو سره د ښو اړیکو ټینګولو په هدف خوشي کړي چې د حکومت د سياسي پاليسۍ محور تشکيلوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د ورور هېواد سعودي عربستان غوښتنې ته د مثبت ځواب ویلو لپاره او د مذاکراتي ټیم د مېلمه پالنې په مناسبت چې پرون دوشنبه یې کابل ته تشریف راوړی و، هغه درې تنه پاکستاني نظامیان چژ د ۱۴۴۷ قمري کال د ربیع الثاني میاشتې په ٢٠ مه او د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکټوبر په ۱۲ مه نېټه، له پاکستاني اړخ سره د نښتو په جریان کې اسیران شوي وو، ازاد او د ورور هېواد سعودی عربستان څخه راغلي محترم هیئت ته وسپارل شول. »

ياد پاکستاني پوځيان د سعودي عربستان هغه پلاوي ته سپارل شوي چې د منځګړيتوب لپاره کابل ته راغلی و او په دې اړه یې له دفاع وزير سره هم ليدلي و. پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د چارو شنونکي د اسلامي امارت دغه اقدام ستایي او وایي، پاکستان باید له خپلو غلطو پالیسيو تېر شي او پر ځای دې يې له افغان حکومت سره پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې ټینګې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک وایي: « پر پاکستان باندې د زیات فشار راوستلو لپاره زمینه مساعده شوه، ځکه دا تفاهم د اسلامي امارت له اصولو راوتلی، بښه، مثبې اړیکې، د مسلمانانو ترمنځ یوالی او د روژې مبارکې میاشت احترام هغه ارزښتونه دي چې ترسره شول. دا کار ښايي د پاکستان پر ملت او پوځي رژیم د زیات فشار راوړلو جوګه شي.»

دا لومړی ځل دی چې د سعودي عربستان پلاوی د پاکستاني پوځیانو د خوشي کولو په موخه د کابل او اسلام‌اباد منځګړیتوب کوي.

شنونکي باولر لري چې پاکستان په دوه مخي سیاست سره د افغانانو باور نه شي ترلاسه کولی او ټینګار کوي چې د ياد سياست له مخې شخړې د هېڅ جهت په ګټه نه دي بلکې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « باید د کړکېچ کمولو لپاره نور ګامونه هم پورته شي، ترڅو د دواړو دولتونو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکه د دوستۍ او اوږدمهاله ښو اړیکو بڼه خپله کړي.»  

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلام اباد اړیکې تر بل هر وخت خرابې دي او د دغو اړیکو رغولو لپاره د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند وشو، خو بیا هم د ډيورنډ فرضي کرښې په څو نقطو کې سختې نښتې وشوې او تر اوسه هم روښانه نه ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې به څه وخت عادي حالت ته راشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist