Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/15

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموريت يا يوناما له کلونو راهيسې په افغانستان کې د اوضاع څارنې، د بشري مرستو د همغږۍ او د حکومت-نړيوالو ترمنځ د ارتباط ساتلو په برخه کې کار کوي.

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو دې سياسي استازولۍ ماموريت د روانې مارچ په وروستۍ نيمايي کې پای ته ورسېږي، خو د دغه سازمان امنيت شورا وايي، چې د مارچ په ۱۶مه یعنې سبا ورځ به د يوناما ماموريت د تمديد په اړه چمتو شوې مسودې ته رايه ورکړي.

د دې مسودې د تائيد په صورت کې ټاکل شوې، چې د يوناما ماموريت تر درېيو نورو مياشتو پورې وغځول شي. هغه ماموریت چې شنونکي يې د وضعيت څارنې، د بشري مرستو دوام او له نړيوالو سره د اسلامي امارت ارتباطي پله په توګه موجوديت ګټور بولي.

د سیاسي چارو شنونکی فيض محمد ځلاند وایي: «افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له نړۍ سره د تعامل ډېر کم فرصتونه لرلي دي. لا هم د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی. ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي څوکۍ هم د اسلامي امارت استازو ته نه‌ده ورکول شوې. له نړۍ او په ځانګړې توګه له ملګري ملتونو سره د افغانستان د نښلېدو یوازینۍ دریڅه، د دغه سازمان سیاسي استازولي یا یوناما ده.»

د سیاسي چارو بل شنونکی، توریالی ځاځی په دې اړه وایي: «د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي په توګه افغانستان کې د یوناما شتون ډېر اړین دی. د اوسنیو ستونزو د حل لپاره له نړۍ سره د افغانستان د تعامل او اړیکو ساتل لپاره د دغه ادارې په اهمیت سترګې نه‌شي پټېدای.»

اسلامي امارت په دې اړه څه نه وايي، خو یو شمېر نور شنونکي ټینګار کوي، چې د یوناما د ماموریت راتلونکې چارې دې د افغانستان د ملي حاکمیت له اصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.

د دوی په خبره، دا چاره به وکولای شي، چې د اسلامي امارت او یوناما تر منځ اړیکې او همکاري اغېزناکه او دوامداره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی، اخترمحمد راسخ په دې اړه داسې نظر لري: «افغانستان لا هم دې ته اړتیا لري، چې یوناما باید دلته فعالیت وکړي. له نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي، بشري او امنیتي وضعیت د شریکولو لپاره د دغه ادارې رول ډېر مهم دی.»

د راپورونو له مخې، د چین له لوري په یوه  پرېکړه‌لیک کې تر یوه کاله په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځولو غوښتنه شوې، خو امریکا دا وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي، چې دغه ماموریت دې اوس د درېیو میاشتو لپاره وغځول شي، څو د ا منيت شورا غړي هېوادونه د یوناما د ماموریت پر اغېزمنتیا بیا کتنه وکړي.

امریکا پر دې باور ده، چې د یوناما ماموریت د ملګرو ملتونو لپاره د نورو ماموریتونو پرتله ډېر لګښت لري او اغېزمنتیا یې باید وارزول شي.

بلخوا د امنیت شورا ډېرو غړو هېوادونو او د یوناما سرپرستې د یوه کال لپاره د دغه ماموریت د غځېدو ملاتړ کړی او اندېښنه یې ښودلې، چې د درېیو میاشتو غځېدل به يې د کارکوونکو ترمنځ همکاري کمه کړي.

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist