پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی دی، چې له افغانستانه یې ۹۰ سلنه ځواکونه اېستلي او دا لړۍ دوام لري.
یاد وزارت د پاتې۱۰ سلنه ځواکونو د وتلو مهالوېش د امنیتي ملحوظاتو له کبله نه دی اعلان کړی.
د مالوماتو له مخې، په ټوله کې تر دې دمه د سي ۱۷ الوتکو چې باربري دي ۹۸۴ پروازونه شوي،چې پوځي تجیهزات یې اېستلي دي.
د امریکا دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې تر دې دمه یې ۷ پوځي اډې افغان دولت ته سپارلي دي.











