Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پنټاګون: د افغانستان هوايي حریم نقض د سرپرست حکومت ستونزه ده

پنټاګون: د اړتیا صورت کې د افغانستان په ګډون سمیه کې پر امریکا د ضد اهدافو د برید حق لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/22

څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزارت مرستیالې ویاندې صبرینا سنګهـ د افغانستان په فضا کې د امریکا اړوند ډرون الوتکو ګرځېدل تایید کړل او دغه چاره یې د افغانستان په ګډون د سیمې د څارنې لپاره اړین وبلله.

تازه د پنټاګون ویاند وایي، د اړتیا په صورت کې د افغانستان په ګډون په سیمه کې پر امریکا  د ضد اهدافو د برید حق لري.

پټ رایډر په خپل ورورستي خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د امریکا ګټو ته د ګواښ په صورت کې به پر نښه شویو اهدافو هوایي بریدونه وکړي.

رایډر زیاته کړې: «موږ به ټول هغه بریدونه په سم وخت کې اعلان کړو، چې زموږ له خوا ترسره شوي وي. خو زه یې تر اوسه په اړه مالومات نه لرم او نه مو هم تر اوسه پورې داسې څه خپاره کړې. له شک پرته، که پر امریکا یا زموږ پر ګټو هر راز پېښدونکي ګواښونه زموږ تر سترګو شي، موږ یې د هوا له لارې بریدونو په ګډون پر وړاندې د مناسبو ګامونو پورته کولو حق لرو؛ خو په دې اړه دامهال د اعلان لپاره څه نه لرم.»

د سیاسي چارو کارپوهان د امریکايي چارواکو د دې څرګندونو لامل د افغانستان د دوښمنانو او ګاونډیانو لمسون بولي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس ځاځی وايي: « زه فکر کوم دا بیا ځل د افغانستان د دوښمنانو او ګاونډیانو دسیسې دي، ترڅو د امریکا دفاع وزارت وهڅوي، چې ګوندې له افغانستان ګواښ شته دی او دلته ډلې ټپلې روزل کېږي؛ منطقي خو دا ده، چې نړیوال سازمانونه له اسلامي امارت سره مرسته وکړي چې له وسله والو ډلو سره مبارزه وکړي.» 

د پنټاګون ویاند زیاته کړې، که څه هم تر اوسه امريکايي ځواکونو د ورته بريدونو په اړه اقدام نه دی کړی، خو که دا ډول عملیات کېږي، نوهوايي بریدونه یې یقیني چاره ده.

اسلامي امارت بیا وایي، په افغانستان کې سوله او ټیکاو رامنځته شوی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې له افغانستانه بل چاته ګواښ پېښ کړي او دغه راز په دې برخه کې د هېوادونو اندېښنې بې ځایه ګڼي.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین وايي: « اسلامي امارت په تېرو درېیو کالو کې دا ثابته کړې چې افغان خاوره د بل چا پر ضد کارېدلو ته نه پرېږدي او دغه راز یې د داعش ډلې پر وړاندې هم کامیابه مبارزه کړې؛ دغه ډله اوس په افغانستان کې ځپل شوې او له نړیوالو غواړو، چې دغې ډلې ته لابي ونه کړي. د اسلامي امارت په راتګ سره د داعش ډلې غړي له افغانستانه وتلي او څوک دې په دې اړه اندېښنه نه کوي»

د پوځي چارو کارپوهان وایي، د اسلامي امارت په حاکمیت سره ترهګرې ډلې ځپل شوې او دغه ډلې په نورو ګاونډیو هېوادونو کې مېشتې دي، چې په خبره يې د مخینوي لپاره دې يې ملګرو ملتونو امنیت شورا لاس په کار شي.

د دوی په وینا، واشنګټن هڅه کوي، چې د دې ډول فشارونو له لارې خپلو سیاسي موخو ته ورسېږي.

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: «دا هغه سیاسي فشارونه دي،چې امریکا یا پنټاګون یې پر طالبانو راوړي. د دې لامل د ګاونډي پاکستان هغه منفي تبلیغات دي، چې د طالبانو پر ضد یې ترسره کوي. په داسې حال کې چې ټوله نړۍ پوهېږي، چې داعش او نورې ترهګرې ډلې اوس په پاکستان کې مېشتې دي، خو د نړۍ سترګې پرې پټې او غوږونه یې کاڼه دي.»

له دې مخکې هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ژمنه کړې او باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.

 سرپرست حکومت په کراتو ډاډ ورکړی، چې هېڅ‌ کله اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کار واخیستل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist