Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پزشکیان: له افغانستان سره د حق آبې ستونزه د خبرو له لارې هواروو

پزشکیان: له افغانستان سره د حق آبې ستونزه د خبرو له لارې هواروو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/12

تهران د هلمند سیند په اوبو کې د حق آبې په تړاو د تېر کال له اسلامي امارت سره د شوې هوکړې سربېره بیا هم په دې اړه د حق غوښتنه کوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، له اسلامي امارت سره يې د حق آبې پر سر خبرولو لپاره يو ټيم ټاکلی چې په دې اړه به مذاکرات وکړي.

پزشکيان تمه ښودلې چې ټاکل شوی پلاوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ په ياده برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

هغه په دې اړه وايي: « د حق آبې په اړه، ټاکل شوی محترم والي صاحب او هم ټاکل شوی ټیم له خپل ورور ګاونډي هېواد افغانستان سره کېنو او د خبرو له لارې زموږ د حق آبې ونډه ترلاسه کړو. یو شمېر نور پروګرامونه هم چې په دې اړه شته دي، اوس د ولایت او انرژۍ وزارت له لارې تعقیبېږي او تمه لرو چې ستونزې هوارې کړو.»

له دې سره په یوه وخت، ځينو ایراني رسنيو د دې هېواد د انرژۍ وزیر له قوله لیکلي، د هلمند په اوبو کې د حق آبې موضوع له اسلامي امارت سره د تعامل له لارې په جدي ډول څاري او په خبره یې خپلو وګړو ته د دومداره اوبو چمتو کولو لپاره ژمن دي.

د ایران د انرژۍ وزیر علي ابادي ویلي: « زموږ هڅه دا ده چې هر ځای کې خپلو هېوادوالو ته با ثباته او کیفیت لرونکې اوبه تامین کړو. سیستان او بلوچستان کې به هم د حق آبې موضوع په جدي توګه له افغانستان سره د تعامل له لارې وڅارو.»

بله خوا، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وایي، د هلمند په اوبو کې د ایران حق آبې موضوع د تهران او کابل په تفاهم حل شوې او ایران تېر کال خپله حق آبه ترلاسه کړې ده.

منصور زیات کړې:« د ایران د انرژۍ وزارت د څرګندونو په ځواب کې باید ووایم چې موږ له هغوی سره ناستې کړې او ستاسو ټیم هم په دې اعتراف کوي. موږ ایران ته د تېر کال حق آبه ورکړې او ښه به وي چې په دې اړه خبرې د بهرنیو چارو وزارت له خوا وشي.»

د اقتصادي چارو يو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د اسلامي امارت او ایران ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ دغه هېواد د خپل حق دوه برابره زياتې اوبه ترلاسه کړې او اوس دغه هېواد د دې ډول څرګندونو په کولو سره غواړي شوې هوکړه نقض کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « دوی په کال کې ۲.۵ میلیارد مترمکعبه اوبه وړې دي. په دې حساب، ایران هر کال ۱.۵ میلیارده مترمکعبه زیاتې اوبه له موږ اخیستې دي. که دا اوبه له ۱۳۵۱ کال راهیسې حساب کړو، دوی د نړیوالو بیو له مخې،ؤ د ۱۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت زیاتې اوبه ترلاسه کړې. په نړیوالو بازارونو کې یو مترمکعب اوبه ۱.۵ تر ۲ ډالرو قېمت لري.»

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « افغانستان ضرورت لري چې خپله ۱۸ میلیارد مترمکعبه اوبه زموږ پانګه او ملي سرمایه ده، مهار کړي او له دې لارې په مختلفو پروژو تمرکز وکړي.»

ایراني چارواکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې وړمه ورځ د رئیس الوزراء پخواني سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د ایران سرپرست سفیر سره په کتنه کې ويلي وو چې د هلمند په اوبو کې د حق آبې مساله د دواړو هېوادونو په تفاهم حل شوې او په دې اړه نامسولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو اړيکې زيانمنوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist