Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پزشکیان: افغانستان د جګړې پرمهال ایران ته د بلوا جوړونکو ډلو ننوتلو مخه ونیوه

پزشکیان: افغانستان د جګړې پرمهال ایران ته د بلوا جوړونکو ډلو ننوتلو مخه ونیوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/11

له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د نړۍ، سیمې او ګاونډیو هېوادونو هغو اندېښنو ته چې له افغانستان یې لري، په ځواب کې ویلي چې هېچاته اجازه نه ورکوي  افغان خاوره د دوی په ضد وکاروي.

اوس د ایران ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې په ډاګه کړې چې افغان حکومت د هغو بهرنیو ډلو مخنیوی کړی چې د ایران – امریکا جګړې پرمهال یې غوښتل  دې هېواد ته داخلې او ګډوډي جوړه کړي.

مسعود پزشکیان دا په سختو حالاتو کې له ایران سره د افغانانو همکاري یاده کړې او وايي، د افغانستان حکومت  د بهرنیو عناصرو او ډلو مخنیوی کړی.

مسعود پزشکیان زیاته کړې: « له یوې خوا موږ ووهل او له بلې هغو هېوادونو په پوره شدت د هغو کسانو مخه ونیوله چې غوښتل یې ایران ته راشي. افغانستان او پاکستان خپلو ځواکونو ته امر کړی و چې هېڅوک حق نه لري زموږ له خاورې ایران ته ننوځي او هلته ورانی وکړي. د دوی نقشه همداسې وه، ځکه یې زموږ انتظامي امنیتي ځواکونه په نښه کړل، انتظامي ځواکونه خو په جګړه کې ښکېل نه وو، نو ولې یې په نښه کړل؟ د دې لپاره چې دغه ځواکونه له منځه یوسي او ورپسې په ټول ایران کې اعتراضونه او بلوا پيل کړي او مملکت تیکه تیکه کړي. د دې ټولې نقشې ویجاړې شوې.»

کارپوهان بیا وايي، د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانانو دایمي دريځ دا دی چې هېڅکله به هم د افغانستان له اړخه زیان ونه ویني.

دوی د افغانستان په تړاو د ایران ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، پزشکیان هغه حقایق بیان کړي چې د تېرو پنځو کلونو په موده کې تهران ته ثابت شوي.

د دوی په خبره، د پزشکیان دا څرګندونې چې له امریکا سره د جګړې پرمهال د افغانستان له لوري ډاډمن وو، په دې مانا دي چې د افغانستان حکومت په عمل کې ثابته کړې چې د افغانستان خاوره به د نورو  هېوادونو پر وړاندې نه کارول کیږي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « د ایراني ولسمشر دا اعتراف چې د ایران – امریکا جګړې پرمهال د دوی د حاکمیت په ضد له افغانستانه هېڅ ډول هڅه نه ده شوې، د دې ښکاروندي کوي چې افغانان د یوه سپېڅلي دریځ خاوندان دي. افغانان هېڅکله پر چا د شا له خوا ګوزار نه کوي او داسې معاملې ته تیار نه دي چې د ارزښتونو په خلاف وي. زموږ ګاونډیان هم باید په یاد ولري چې باید د افغانستان په ضد خپلې خاورې ته د کارېدو اجازه ورنه کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی شاهزاده مسعود وايي: « دا د افغانستان تلپاتې دریځ دی چې هېڅکله به یې له خاور د نورو په ضد استفاده ونه شي. ګاونډیان هم باید زده کړي چې خپلې کورنۍ ستونزې زموږ پر اوږو بار نه کړي. د افغانستان موقف اصولي و او پزشکیان ریښتیا ویلي چې زموږ موقف د ګاونډیتوب له اصولو سره سمون درلود.»

په ټوله کې باور دا دی چې افغانستان نه یوازې ایران بلکې ټولې سیمې ته ډاډ ورکړی چې له خاورې به یې ورته ستونزې نه جوړیږي او په تېرو پنځو کلونو کې یې دا په عملي توګه ثابته کړې هم ده.

دوی دغه راز وايي، په دې برخه کې باید هېوادونه پر افغانانو باور ولري او د خپلو کورنیو ستونزو په پړه دې پر کابل نه اچوي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « په دې سیمه کې ټول پراته هېوادونه، که دا فرضي کرښې لرونکي دي یا رسمي سرحد لرونکي، باید پوه شي چې د افغانستان حکومت هېڅ داسې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د دوی لپاره خطر وزیږوي.»

افغانستان هغه هېواد دی چې تازه له اوږدې جګړې را وتلی او خلک یې د ارام ساه اخلي؛ خو ځینې هېوادونه او د نړیوالو څارګرو ادارو کرايي ډلي پر افغانانو تور پورې کوي چې ګوندې له خاورې یې ورته خطر متوجه دی مګر د ایراني ولسمشر تازه څرګندونو وښوده چې نه یوازې افغانستان نورو ته ګواښ نه دی بلکې د نورو په ثبات او امنیت کې مثبت هم رول لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې د بادامو  بڼوال د  حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي
افغانستان

سمنګان کې د بادامو  بڼوال د  حاصلاتو له کمېدو شکایت کوي

اگست 11, 2026
ننګرهار کې د طب بېلابېلو څانګو کې ۴۴ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې
افغانستان

ننګرهار کې د طب بېلابېلو څانګو کې ۴۴ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې

اگست 11, 2026
کورنيو چارو وزارت د ځیرکو موبايلونوثبتولو لړۍ چټکه کړې
افغانستان

یوناما د افغانستان امنیتي ادارو کې د روڼتیا او حساب ورکولو پر اصل ټینګار کړی

اگست 11, 2026
نورستان والي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو پروژه پاکستان ته سپارلې
افغانستان

نورستان والي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو پروژه پاکستان ته سپارلې

اگست 11, 2026
زینتي وند: تېر یوه نیم کال کې مو شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ستانه کړي
افغانستان

زینتي وند: تېر یوه نیم کال کې مو شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال ستانه کړي

اگست 11, 2026
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې د ګازو پېرلو هوکړه لاسلیک کړه
افغانستان

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې د ګازو پېرلو هوکړه لاسلیک کړه

اگست 11, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist