Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر موسیقۍ د طالبانو بندېز لګولو وېره؛ هلمندي سندرغاړي سندرې پرېښي او هټۍ يې پرانېستې  

admin by admin
2021/09/12

په سوېلي هلمند ولایت کې  نامتو محلي سندرغاړي حبیب الله شباب د طالبانو له راتګ سره سم  له خپل هنره لاس پر سر شوی  او د سندرو ویلو پرځای یې اوس ځان ته ی یوه وړه هټۍ پرانېستې، ترڅو خپلې د ژوند اړتیاوې پرې پوره کړي.

شباب وایي، چا ورته څه نه دي ویلي،خو پوهیږي،چې طالبان اجازه نه ورکوي، ځکه هغوی په مخکینۍ دوره کې هم چا ته د سندرو ویلو اجازه نه ورکوله.

شباب زیاته کړه:« کله چې د اسلامي امارت حکومت منځته راغی، ماته هېچ چا هم نه دې ویلي، چې سندرې ووایم او که نه. ما له خپل ځان سره فکر وکړ،چې زه باید نورې سندرې ونه وایم،ځکه هنرمندانو د طالبانو په تېره دوره کې هم سندرې نه شوی ویلی او موسیقۍ ته اجازه وه. نو له همدې امله مې سندرې ویل پرېښودل.»

حبیب الله شباب په خپله ۱۶ کلنه هنري دوره کې بېلابېلي سندري ویلي،چې تر ډېره یې سندرو کې حماسي او طنۍ مینه وه.

شباب زیاتوي:« شااوخوا ۱۶ کاله کېږي،چې سندرې وایم. د نظام بدلون،چې جمهوریت په امارت تبدیل کېږي. زه فکر نه کوم، چې سندرو ویلو یا موسیقۍ ته اجازه ورکړي. زه د طالبانو تېره واکمنۍ کې په سنګین کې وم،موسقي مطلق نه وله. له خپل ځان سره مې فکر وکړ ترڅو پورې به سندرې وایو،په دې خاطر مې وغوښتل، چې ترانو او نعتونو ویلو ته مخه کړم.»

په ورته وخت کې شباب وايي،که طالبان ورته امکانات برابرکړي،چمتو دی،چې د سندرو ویلو پرځای نعتونه ووایي.

حبیب الله شباب په تیر حکومت کې د اطلاعات او کلتور ریاست کې دنده درلوده او د طالبانو له راتګ وروسته لومړنی هرمند دی، چې سندرې یې پریښي دي.

طالبان د اګسټ میاشتې پر  پنځلسمه د کابل تر نیول کېدو وروسته، پر افغانستان واکمن شول.

 د طالبانو تر حاکمیت وروسته په ټلویزیوني شبکو کې موسیقي محدوده او په ملي ټلوېزیون  بیا کې په بشپړه توګه بنده شوې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist