Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر ملکي وګړو د پوځي رژیم بریدونو په دوام، دفاع وزارت د لسګونه پاکستاني ملېشو وژلو خبر ورکوي

پر ملکي وګړو د پوځي رژیم بریدونو په دوام، دفاع وزارت د لسګونه پاکستاني ملېشو وژلو خبر ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/03

د پاکستان پوځي رژیم له افغانستان سره په روانه جګړه کې پر ملکي سیمو او ملکي وګړو بمباریو ته ادامه ورکړې.

د پکتیا امنیتي سرچینې تاییدوي چې مقابل لوري تېره شپه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ملکیانو پر کورونو هوايي بریدونه کړي او د کورونو پر ویجاړېدو سربېره، د ښځو او ماشومانو په ګډون، یو شمېر عام وګړي شهیدان او ټپيان شوي دي.

د لوګر ۳۰۴ پلې لېوا ویاند محمد نوروز ځلاند وايي: « موږ د حجرې کلي په هغه کور کې یو چې د پاکستان پوځي رژیم په هاوانونو او بریدونو کې ویجاړ شوی. په دې کور کې یو شمېر ښځې، نارینه او ماشومان شهیدان او ژوبل شوي دي.»        

همدارنګه، دفاع وزارت له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د پوځي رژیم پر نظامي اهدافو د بریدونو خبره کوي او وایي، په داسې حال کې چې پاکستانی لوری په قصدي ډول ملکیان په نښه کوي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې او د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ګڼ پوځي اهداف په نښه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند له خاورې د دفاع او امنیت ساتلو ډاډ ورکوي او وايي، تر اوسه د پاکستان له ۱۰۰ زیات پوځیان وژل شوي او ګڼې پوستې یې نیول شوې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي: «  د ملي دفاع وزارت ځواکونو د پاکستان له پوځي رژیم سره د جګړې له پیل راهیسې، زیاتې لاسته راوړنې درلودې. تر  اوسه د دښمن له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او دغه راز د پاکستان نظامي رژیم له ۲۵ ډېرې پوستې هم نیول شوې دي.»

د چارو شنونکي بیا وايي، پاکستان د نړیوالو قوانینو خلاف په جګړو کې په دوامدار توګه ملکیان په نښه کړي.

دوی له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوال بنسټونو غوښتي چې د پاکستان پوځ او په کې ښکېل عناصر پر ملکیانو د برید له امله مسوول وګرځوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « ملګرو ملتونو، نورو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو ته په کار ده چې پر پاکستان غږ وکړي چې د نړیوالو قوانینو خلاف دا ډول اعمال د زغم وړ نه دي او باید ترې لاس واخلي.»      

د پاکستان پوځي رژیم داسې مهال له افغانستان سره په مخامخ جګړه کې ملکي وګړي په نښه کوي چې برعکس د افغان ځواکونو ټول تمرکز د پاکستان پر نظامي تأسیساتو او پوځیانو ورټول دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist