نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په تایمنې سیمه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټرو ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه، چې له امله یې ۱۰ تنه ووژل شول او ۱۵ تنه نور ټپیان شول.
پولیس وایي چې چاودېدونکي توکي په یوې کراچۍ کې ځای پرځای شوي وو او چې کله د لومړي مرستیال موټریز کاروان له سیمې تېرېده، پرې چاودنه یې کړې ده.
د امرالله صالح دفتر وایي چې په یاد برید کې لومړي مرستیال امرالله صالح ته زیان نه دی رسېدلی، خو د هغه دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې، روغتیايي چارواکي بیا وایي چې برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او نږدې ۴۰ تنه نور بیا ټپیان شوي دي.
پر امرالله صالح برید په کور دننه او بهر په کلکو ټکو غندل شوی دی.
ولسمشرۍ مانۍ یاد برید د غندلو ترڅنګ، یاد برید ستر بشري جنایت یاد کړی او وایي چې یاد برید د هېواد د سولې او د ثبات د دښمنانو کار دی.
د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی او وایي، پر لومړي مرستیال په داسې وخت کې برید کېږي، چې د سولې خبرې د پیلېدو په حال کې دي.
عبدالله دغه راز وایي چې دښمنان نه غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.
د حکومت مذاکراتي پلاوي مشر، معصوم ستانکزي هم پر امرالله صالح برید غندلی.
ستانکزي پر ټوېټر لیکلي، ((دا برید داسې مهال ترسره کېږي چې خلک د سولې په تمه دي. د پلمو وخت پای ته رسېدلی. وژنې باید پای ته ورسېږي.))
پاکستان هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر امرالله صالح برید غندلی او له هغو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې چې په دې برید کې یې د خپل کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.
کابل کې د امریکا سفارت هم پر لومړي مرستیال برید غندلی او لیکلي یې دي چې دوی په افغانستان کې د داشان تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره د سولې له خبرو کلک ملاتړ کوي.
دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي، محسن دوړ د ولسمشر پر لومړي مرستيال، امرالله صالح نننۍ بريد غندلی دی. دوړ ويلي، ((دغه ډول بريدونه په افغانستان کې د سولې د دښمنانو لخوا تر سره کېږي.))
تر دې مهاله د یاد برید مسوولیت کوم ډلې نه دی منلی. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاد برید کې لاس لرل رد کړي دي.











