Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/02

پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو کې نه یوازې د سیمې هېوادونو ته اقتصادي زیانونه اوښتي بلکې د سر زیانونه یې هم ور اړولي دي.  

له دغو هوايي بریدونو ایران مېشت افغان کډوال هم خوندي نه دي او په تازه څپه کې یې یو شمېر افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په تهران کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې شمشاد ته منلې چې په دغو بریدونو کې له ۱۶ زیات افغانان شهیدان شوي دي.

سرچینه زیاتوي،  په شهیدو شویو افغانانو کې د یوې کورنۍ ۶ غړي هم شامل دي او د ۱‍۲نورو افغانانو شهادت هم تایید شوی دی.

شنونکي پر ایران د امریکا او اسراییلو روانو بریدونو ته په اشاری وايي، بریدګرو د ملکي وګړو او تاسیساتو په هدف ګرځولو سره، ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي.

دوي وايي، نړیوال باید ژر تر ژره د دغو جګړو بندولو او یا هم د بریدګرو له خوا د نړیوالو قوانینو د مراعات کولو په موخه اقدام وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « په اوسنیو شرایطو کې د هېوادونو ترمنځ روانو جګړو کې له نړیوالو قوانینو سرغړونه شوې او له نظامي موخو سربېره یې د یو بل پر ملکي او اقتصادي تاسیساتو هم بریدونه کړي. په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ګڼو ایراني ملکي وګړو ترڅنګ په دې هېواد کې ۱۶ تنه مېشت افغان کډوال هم شهیدان شوي دي. د سیمې هېوادونه له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي چې په لومړي سر کې جګړې ودروي او په دویم ګام کې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي.»

ځینې نور شنونکي په دې اند دي چې دا جګړه د هغو هېوادونو له خوا پیل شوې او په کې د بشر ضد جنایتونه ترسره شوي چې ځانونه د بشري حقونو مدافعان بولي.

دوی وايي، پر ایران د اسراییلو او امریکا بریدونو او دغه راز پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم بریدونو وروسته چې په کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، نور د بشري حقونو په نوم د نړۍ پر شعارونو باور نه دی په کار.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « عراق، لبنان، لیبیا او ان افغانستان پورې ړندې بمبارۍ کېږي، بشري حقونه او نړیوال اصول تر پښو لاندې کېږي. همدا اوس امریکا او اسراییل او ورسره نور ملګري په ایران کې سرغړونې او جنایتونه ترسره کوي، خو د بشري حقونو مدافع سازمانونه او نهادونه چوپه خوله دي. همدارنګه دغه سازمانونه پر افغانستان د پاکستان پر بریدونو هم غلي دي.»

په ټوله کې باور دا دی چې د نړیوال ځواک توانمندي د عدالت پرځای په جنایتکارانه سیاستونو ولاړه ده او د مخنیوي لپاره یې اړتیا ده چې اسلامي هېوادونه د یرغلګرو هېوادونو ملګرتیا په ځای، خپلمنځي یووالی رامنځته او اسلامي نړۍ له دغو ستونزو وژغوري.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « نړۍ د قدرت او ځواک پر جنایت کار سیاست ولاړه ده، نه پر انساني او عدلي سیاست. تر هغو چې نړۍ کې عدالت، حقیقت او انسانیت حاکم نه شي، دا جنایتونه به هم ادامه ولري. د دې جنایتونو پر وړاندې د حل یوازینۍ لاره دا ده چې اسلامي هېوادونه سره متحد شي، ترڅو خپل هېوادونه د نړۍ له جنایت کاره سیاستونو وژغوري.»

پر ایران د امریکا او اسراییلو له یرغل او بریدونو شاوخوا یوه میاشت اوړي چې په پایله کې یې زرګونه عامو ایرانیانو ژوند بایللی او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، پر ایران د اسراییلو او امریکا بریدونو په پایله کې خلکو ته د سر زیان رسېدو ترڅنګ، ټولې منځنۍ اسیا ته ۱۸۴ میلیارد ډالره مالي زیان اوښتی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist