Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر افغان کډوالو د ایران ظلم؛ الغدیر پنډغالي کې کډوال خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري

پر افغان کډوالو د ایران ظلم؛ الغدیر پنډغالي کې کډوال خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/07

پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ايران د زاهدان ولايت په الغدير پنډغالي کې د راغونډ کړل شویو افغان کډوالو وضعيت د اندېښنې وړ دی.

 دا ویډیوګانې څرګندوي چې په پنډغالي کې دننه افغان کډوال د زندانيانو په څېر ايسار شوي او ځايي فعالان اوبه او ډوډۍ د دروازې له چاکونو ورکوي.

له افغانانو سره د ايران دې ډول چلن موخه د دوی ایستلو لړۍ چټکول بلل شوي چې د راپورونو پر بنسټ، د ايران او اسرایيلو ترمنځ له جګړې وروسته يې شدت موندلی.

په هرات کې ځيني چارواکي هم د ايران له لوري له افغانانو سره روان ناوړه چلن تایيدوي او وايي، له تېرو ۱۳ ورځو راهیسې نږدې۳۵۰ زره افغان کډوال د اسلام کلا بندر له لارې را ایستل شوي.

هرات کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنې عالي کمېسيون د یوې کمېټې مسوول احمدالله متقي وايي: « په تېرو ۱۳ ورځو کې ۱۳۸ زره ۵۵۴ تنه داوطلبانه او دغه راز ۱۹۹ زره ۶۲۵ تنه هم په جبري ډول له ایران راستانه شوي دي. د دې ټولو مجموعي شمېر ۳۳۸ زره ۱۷۹ تنه کېږي.»

په ورته مهال، د کډوالو د حقونو مدافعان له افغان کډوالو سره د ایران چلن له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان کډوالو د وضعیت ښه کولو لپاره دې پر ايران فشار راوړي.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي: « ایران باید له افغانانو سره د بشري کرامت، عدالت او نړیوالو قوانینو له مخې چلن وکړي او باید د جبري اخراج پر ځای قانوني نوملیکنې ته زمینه برابره کړي. دوی باید لږترلږه ښځې، ماشومان او ناروغان خوندي وساتي او په دې اړه له ملګرو ملتونو سره همغږي ولري. ایران باید دغه پروسه ودروي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي.»

له بلې خوا، د سیاسي چارو شنونکي د ايران هغه تورونه مطلق بې اساسه بولي چې وايي، پر ایران د اسراییلو برید کې افغان کډوال ښکېل دي او يا هم له اسرایيلو سره اطلاعاتي همکاري کوي.

د دوی په اند، له ثبوتونو پرته دا ډول ادعاوې د تهران د سیاسي اهدافو څرګندونه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په دې ډول ظالمانه توګه له ایرانه د افغانانو ایستل څو سیاسي موخې لري. یو، دا چې دوی غواړي له ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو پيسې واخلي؛ دویم، دوی غواړي د طالبانو پر اسلامي امارت فشارونه زیات کړي. همدارنګه بل سیاسي هدف یې دا دی چې ډېر کسان دوی بسیج کړي او نیابتي جګړو ته یې چمتو کړي او د دې لپاره چې په دې اړه اسناد او ثبتوتونه لرې کړي، بې ګناه او بې آزاره خلک راوباسي.»

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ داسې مهال چټکه شوې چې دوې ورځې وړاندې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ(یو.اېن.اېچ.سي.آر) راپور ورکړی و چې له تېر یوه کال راهیسې له ایران او پاکستان څه باندې ۱.۴میلیونه افغان کډوال را ایستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist