Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د م.م ښځو څانګه: د سرپرست حکومت له لوري وضع شويو بنديزونو ښځو ته زيان رسولی

پر افغان ښځو د سپټمبر ۱۱ مې اغېزې څه دي؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/12

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱نېټه چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې ترټولو لویه پېښه یادیږي، دا مهال پرې دوه لسیزې تېریږي، خو لایې هم اغېز په افغان ولس او ځانګړې توګه ښځو باندې لیدل کیږي.

پوره ۲۳ کاله وړاندې امریکا د یوه نړیوال ایتلاف پر مشرۍ په افغانستان کې د القاعده شبکې له منځه وړلو لپاره برید وکړچې په پایله کې یې پر افغانستان واکمن د اسلامي امارت لومړی حکومت رنګ او پر ځای یې په افغانستان کې د حامد کرزي پر مشرۍ اسلامي جمهوري نظام واک ته ورسید.

د ښځو حقونو فعالانې وایي، د تېرجمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې ښځو ته په نسبي ډول آزادي ورکړل شوه، زرګونه نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغې شوې او  ښځو وکولی شول په بېلابېلو برخو کې تخصصي خلا ډکه کړي.

د ښځو دحقونو فعاله ثریا پیکان وايي: « په تېرو دوو لسیزو کې ۳۰ سلنه ښځې بریالۍ شوې چې په نسبي ډول زده کړې وکړي، د تخصص او شغل څښتنانې شي او حتا په سیاسي او حقوقي برخو کې فعاله ونډه ولري. خو د جګړو له امله د کلیو او لرې پرتو سیمو ښځو ونه شو کولی چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي، یا هم دوی ته دغه شان فرصتونه برابر نه شول.»

پیکان وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې افغان ښځو د حکومتي تشکیلاتو۳۰ سلنه جوړول؛ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون پرمهال، افغان ښځو په حکومتي ادارو، خصوصي سکټور او لسګونو بهرنیو موسسو او نړیوالو ادارو کې کار کاوه.

په ورته وخت کې پیکان افغانې ښځې د افغانستان د تاریخ د سیاسي پېښو ښکار ګڼي او په باور یې، تېرې دوه لسیزې د افغان ښځ، لپاره سمبولیکې او د لنډ مهاله ملاتړ کلونه وو.

هغه زیاتوي: « زه هیله لرم چې محدودیت وضع کوونکي فرمانونه د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو د استعداد مخه ونه نیسي. اوسنی حکومت باید په دې برخه کې خپل مسوولیت اداء کړي او اجازه ورکړي چې ښځې له خپلو اسلامي او انساني حقونو څخه برخمنې شي.»

طبي زده کړې چې د افغان ښځو لپاره ډېرې اړینې  یادیږي،  په افغانستان کې په ۱۹۵۰ کال  د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال پيل شوې او ښځو وکولی شول په روغتیایي سکټور کې کار وکړي.

خو له همدې نېټې نیولې د اسلامي امارت تر لومړۍ دورې پورې د بېلابېلو سیاسي بدلونونو له امله د نجونو زده کړې او د ښځو کار له ستونزو سره مله وو.

یوشمېر ډاکټرانې وایې، د تېر جمهوري نظام پرمهال که څه هم ستونزې وې خو حکومت وکولی شول  په یاده برخه کې د ښځو په ملاتړ سره زرګونه متخصصې ډاکټرانې وروزي.

د دوی په اند، که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت له خوا په نسبي ډول کار شوی او ښځینه ډاکټرانې لاهم په روغتیایي سکتور کې فعاله ونډه لري، خو په وینا یې د نجونو پر وړاندې د لوړو زده کړو محدودیت  او له هېواده د ښځینه ډاکترانو وتل هغه عوامل دي چې هېواد یې د ښځینه متخصصانو له کمښت سره مخ کړی.

د نسایي ولادي برخې متخصصه ډاکټره شینکۍ وردګ وايي: « هغه مهال هرکال د تخصص ازموینه اخیستل کېده چې په کې تر ۳۵۰ تنو جذبېدل. موږ هر کال له پوهنتونونو څخه فارغان درلودل او تازه نفسه ډاکټران راتلل. که څه هم اوس د تخصص ازموینه شته خو له پوهنتونونو فارغان نه لرو. درې کاله کېږي چې له معالجوي طب څخه هېڅ ښځینه فارغان نه لرو او دا چې موجوده ډاکټران به تر کومه خپل فعالیت ته ادامه ورکړي، څرګنده نه ده.»

ځېنې نورې بیا وايي، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله افغان ښځو د علم، اقتصاد، سیاست او ټولنیزو ستونزو بېلابېل پړاوونه تېر کړي او په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو تر ټولو دروند اغېز پر ښځو لیدل کیږي.

د دوی په اند، په تېرو دوو لسیزو کې ښځو ته د کار زده کړو او بیان د آزادۍ  بشپړ حق ورکړل شو خو برعکس د تېرو درېیو کالو په اوږدو کې ډېر څه ترې واخیستل شول.

په هېواد کې د نجونو پر زده کړو محدودیت او له کاره د ښځو منع کول هغه مسایل دي چې اوسنی سرپرست حکومت یې له نیوکو سره مخ کړی.

 سرپرست حکومت دغه محدودیتونه اوږدمهاله نه ګني او ټینګار کوي چې ښځو ته خپل اساسي حقونه په ښه شکل ورکړل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist