Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر افغان سیکانو برید، په کور دننه او بهر وغندل شو 

admin by admin
2020/03/25

پر افغان سیکانو برید غندل شوی او غبرګونه یې پارولي.

کابل ښار کې د اهل هنود او سیکانو پر عبادت‌ځای دداعش وسله والې ډلې برید چې دښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ویشت تنه په کې ووژل شول او اته تنه ټپيان شول په کور دننه او بهر غندل شوی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله له لوري اعلاميې خپرې شوي او دا برید یې د انسانیت او بشریت خلاف عمل یاد کړی دی.

د ملي امنیت شورا په سیکانو برید غندلی او دا برید یې د طالبانو د تاوتریخوالي د دوام پایله یاده کړې ده.

د ملي امنیت شورا داسې لیکلي ((دا ډول بریدونه او  جنایات بې له شکه د دایمې اوربند په نشتون کې ترسره کیږي، ځکه نو افغان دولت په ځلونو پر دایمي سولې او اوربند چې په هیواد کې د جګړې د پای ته رسېدو تضمینونکي دی، ټینګار کړی دی.))

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د سیکانو په درمسال برید غندلی او دغه برید یې یو بد ترهګریز برید یاد کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت داسې لیکلي ((دا یو بد ترهګریز برید دی، د لږکیو پر مذهبي عبادتځایونو دا نااټکل شوی برید د برید کوونکو او پلان کوونکو د ملاتړو شیطاني کړنې څرګندوي.))

د عامو افغانانو سربېره د ولسي جرګې غړو هم دغه برید په سختو الفاظو وغنده او دا یې د افغانستان د دښمنانو کار وباله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید غندلی چې هیڅ ډول سیاسي او مذهبي توجیې نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت داسې لیکلي ((داسې زړه بوګنونکي بریدونه نه سیاسي، نه مذهبي او نه هم اخلاقي توجیه لرِي، دا  بریدونه د منلو وړ نه دي.))

کابل کې د امریکا سفارت بیا د برید غندلو تر څنګ ویلي چې دا ډول تاوتریخوالی هغه مهال له منځه تللی شي چې سوله راشي او خپلمنځي اختلافات لیري شي.

د امریکا سفارت داسې لیکلي ((موږ دغه جنایتکاران او افراطيان چې د عامو خلکو په عبادت ځایونو برید کوي غندو. سوله هغه مهال راتلی شي چې خلک خپلمنځي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي نه د ټوپک له لاري.))

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، ناټو، د ایران سفارت او ګڼ شمېر بهرنیو نورو سازمانونو او افغان سیاسیونو دغه برید غندلی او بشري جنایت یې بللی دی.

د دې برید په تړاو خواله رسنیو کې هم پراخ غبرګونونه راپورته شوي او ټولو سره پوښتنه دا ده چې ولې پر عبادت ځایونو بریدونه کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist