Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/01

په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د دوشنبې شپې بمبارۍ  یو ځل بیا بې ګناه عام افغانان قرباني کړل چې لوی اکثریت یې ښځې او ماشومان وو.

یو شمیر نړیوالو ادارو او سازمانونو دې بریدونو ته توند غبرګونونه ښودلی او په کې یې د عامو خلکو او په تېره بیا د ښځو او ماشومانو پر مرګ ژوبلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرېش د پاکستان پوځي رژیم په وروستیو بمباریو کې د عامو خلکو او ملکي تأسیساتو په نښه کېدو له امله اندیښنه ښودلې او د جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي، په جکړه کې ښکېل اړخونه باید نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او ملکي وګړي او عامه تأسیسات خوندي کړي.

د ملګرو ملتونو  عمومي سرمنشي زیاته کړې: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي تاوتریخوالي او د ملکي وګړو د مرګ ‌ژوبلې له امله خواشینی یم او ژوره اندېښنه لرم. جګړه باید سمدستي بنده شي او د ملکي وګړو او تأسیساتو خوندیتوب ته پام وشي. دواړه لوري باید نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.»

اروپايي ټولنې هم د پاکستان پوځي رژیم وروستیو بمباریو ته غبرګون ښودلی او د ملکي وګړو او عامه تأسیساتو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی.

د اروپايي ټولنې ویاند په دې اړه خبرو پرمهال ټینګار کړی چې باید په هر ډول حالت کې نړیوال بشري قوانین مراعات شي او د تاوتریخوالي د کمولو هڅه وشي.

په بهرنیو چارو کې د اروپايي ټولنې ویاند انور العنوني ویلي: « پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او باید ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي. په هر ډول حالت کې باید نړیوال بشري حقوق رعایت شي او ژر دې روان تاوتریخوالی راکم او ښکیل اړخونه دې د خبرو له لارې ستونزه حل کړي.»

په ورته مهال، د هند بهرنیو چارو وزارت بیا پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او په ښکاره توګه یې د افغانستان ملي حاکمیت نقض ګڼلي.

په دې تړاو د هند بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه د سیمې سولې او ثبات لپاره مستقیم ګواښ دی او دغه بریدونه یې د پاکستان د داخلي ناکامیو پټولو هڅه بللې.

د هند بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: « هند پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي یرغل چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، په کلکه غندي. د پاکستان دغه اقدام په ښکاره ډ‌ول د افغانستان ملي حاکمیت نقض او د سیمې ثبات لپاره مستقیم ګواښ دی. همدارنګه، د پاکستاني پوځ دا کړنه د خپلو داخلي ناکامیو پټولو بې پایلې هڅه ده او هند یوځل بیا د افغانستان له ملي حاکمیت، استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل ملاتړ اعلانوي.»

په همدې حال کې بریټانیا هم د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې د ملکي وګړو د دوامدارې مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي ویلي: « په افغانستان او پاکستان کې د روان تاوتریخوالي او د دوامدارې مرګ‌ ژوبلې په اړه ژوره اندېښنه لرو. موږ د ترهګرۍ ټول ډولونه غندو. زه د نړیوال بشردوستانه قانون درناوی، د ملکي وګړو خوندیتوب او د تاوتریخوالي کمول لازمي ګڼم.»

د روسیې بهرنیو چارو وزارت بیا له پاکستان او افغانستان غوښتي چې نښتې پای ته ورسوي او خپل اختلافات د خبرواترو او ډېپلوماسۍ له لارې حل کړي. یاد وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان هوايي بریدونو ته په اشارې، پېښه یو «خواشینوونکی اقدام» بللی دی.

په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو په تړاو چې عام خلک په کې شهیدان او ټپیان دي، ژوره اندېښنه ښودلې او د عامو خلکو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې.

د دوشنبې په شپه د پاکستان پوځ د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغانستان په پکتیکا ، پکتیا او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ۳۶ عام افغانان شهیدان او ۱۷۰ نور ټپیان شول. د شهیدانو او ټپیانو غوڅ اکثریت ښځې، ماشومان او بوډاګان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist