Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونو پر کور دننه او بهر توند غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/19

د افغانستان د خوست ولایت سپېرې او د کونړ ولایتو پر شلتن ولسوالۍ د پاکستان د پوځي الوتکو هوايي برېدونو په غبرګونو کې د دوشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وري پر ۲۹ مه» په لرې پښتونخوا او د کاناډا په تورنټو ښار کې هم سلګونه کسانو لاریونونه وکړل او د دې بریدونو  د وضاحت غوښتنه یې وکړه.

 لاریون کونکو د لرې پښتونخوا له ولسونو وغوښتل،چې د پاکستاني پوځ له لوري دې د وزیرستان او پښتونخوا په ولسونو  د وژنو په غبرګون راپورته شي او د ورته بریدونو مخنیوی دې وکړي.

ګیلامن پښتین وايي:« زموږ کور له یتیمانو ډک دی،چې مخ اړوو،د پنجاب د پوځ  له  لاسه زموږ کونډې او یتیمان وینو. په کوم مخ د دغه چاپير استعمار لپاره وګورو.»

اخوا دغو بریدونو په نړیواله کچه هم غبرګونونه را پارولي او د کاناډا په  تورنټو ښار کې هم سلګونه افغانان د پاکستان پر ضد واټونو ته راووتل.

لاریون کونکو د پاکستاني پوځ پر ضد شعارونه ورکول او له نړیوالو یې د تر سره شوې هوايي برېدونو  په اړه د څيړنو غوښتنه وکړه.

کاناډا کې افغان مهاجر غفور معروف وايي:« افغانستان هیڅکله دولتونو او حکومتونو نه ده ګټلی . پاکستانه! د یوې یوې قطره وینې پوښتنه به درنه کوو او د یوې یوې قطرې وینې انتقام به درنه اخلو ،خو وخت به یې راځي»

د پاکستاني چورلکو له لوري دوه ورځې وړاندې د خوست  په سپېرې او د کونړ په شلتن ولسوالیو خونړي هوايي بریدونه وشول،چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۰  زیات  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پاکستاني پوځ له لوري د تر سره شویو هوايي برېدونو  په غبرګون خوست او ننګرهار کې هم پراخ لاریونونه شوي او له اسلامي‌امارت یې غوښتنه کړې،چې د دې تیري وضاحت وغواړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist