Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونو سخت غبرګونونه راپارولي

پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونو سخت غبرګونونه راپارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/19

وړمه شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني جېټ‌الوتکو د پکتیکا برمل او خوست ولایت سپېرې ولسوالیو کې پر ملکي وګړو بریدونه کړي، ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي چې په پراخه کچه غندل شوي او د پاکستان دغه عمل یې پر افغان خاوره ښکاره تېری بللی دی.

پخواني ولسمشر حامدکرزي پر خپله اېکس پاڼه  پر ملکي افغانانو بمباري د ټولو نړیوالو نورمونو او اصولو خلاف عمل یاد کړی او د اسلام‌اباد د نوي حکومت پالېسي یې ننګولې ده.

 کرزی زیاتوي: « د خوست او پکتیکا ولایتونو پر سیمو د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندم او دا د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه او د نړیوالو موازینو او ګاونډیتوب نقض ګڼم. د پاکستان له خوا دغه ډول کړنې د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابېدو لامل کیدای شي. له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ د متمدنو اړیکو رامنځته کول د دواړو هېوادونو په ګټه دي او اسلام اباد دې په خپلو تګلارو کې بدلون راولي او د سیمې امنیت او ثبات تامین لپاره دې پالېسۍ بدلې کړي..»

د مخکېني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پاکستان د ترهګرۍ په روزنه او تمویل تورن کړی او ټينګار یې کړی چې د پاکستان پوځ باید هوښیارتیا وښي، په سیمه کې د ترهګرۍ او بې ثباتۍ پر وړاندې د مبارزې تر ټولو اغېزمنه لارغوره کړي او په خبره یې هغه لار د ترهګرو د روزنې او ملاتړ څخه لاس اخېستل دي.

 اتمر وايي: « موږ پر افغان خاوره د پاکستان د پوځ وروستي هوايي بریدونه غندو او دا د نړیوالو معیارونو، قوانینو او د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ګڼو. دا بریدونه چې د بې ګناه خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي، د کرکې وړ دي او د جدي بې ثباتۍ لامل کېږي. همدارنګه د هېواد اوسني واکمنان باید پوه شي چې د افغانستان د خلکو له یووالي او ملي مشارکت پرته له هېواد څخه د ډاډ وړ دفاع امکان نه لري.»

د پاکستان هوايي بریدونو په غبرګون کې اسلامي‌امارت په خپره کړې اعلامیه کې یاد هېواد ته خبرداری ورکړی چې دغه ډول کړنې بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان له وس پورته وي.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د هغه هېواد د سفارت سرپرست عبیدالرحمان نظاماني احضار کړی او احتجاجلیک یې ورسپارلی دی.

د اعلامیې یوه برخه: « د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان بریدونه غندي او پاکستان ته وریادوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د زبرځواکونو پر خلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري او په خپله خاوره تېري په هېڅ ډول نه شي زغملی.»

د پاکستان هوايي ځواک د دوشنبې په شپه شاوخوا درې بجې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د خوست او پکتیکا ولایتونو په سپېره او برمل ولسوالیو کې د ملکي خلکو پر کورونو هوايي بریدونه وکړل، چې د ښځو او ماشومانو په شمول په کې ۱۱ تنه ملکي کسان مړه شول.

د پاکستان پوځ ته نږدې رسنیو او ادرسونو کې ادعا شوې وه چې په برید کې یې عبدالله شاه مسعود چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌ پي مهم قوماندان دی وژلی؛ خو له بریدونو څو ساعته وروسته نوموړي له څو نورو ملګرو سره له ډيورنډ فرضي کرښې هاغاړې تازه ویډیو ثبت کړې او د پاکستاني پوځ ادعاوې یې رد کړي دي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist