Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو یرغل  ۴۳ کلیزه 

پر افغانستان د پخواني شوري اتحاد یرغل ۴۲ کاله پوره شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/27

د ۱۳۵۸ کال د جدي پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو  د ځمکې او هوا له لارې پرافغانستان یرغل وکړ،چې په پایله کې یې په میلیونونه افغانان مهاجر او شااوخوا یونیم ملیون نور شهیدان شول او څه باندې یومیلیون نور معلول شوي دي .

پرافغانستان د پخواني‌شوروي اتحاد د سرو لښکرو د تیري پوره ۴۲ کاله تېر شول،خو دا ورځ ځکه افغانانو نه ده هېره کړې،چې له میلیونونه افغانانو یې قرباني اخېستې ده.

د حزب اسلامي د دارالانشاء مشر عبدالستار خواصي  وايي:«  شپږمه د جدي د ۵۸ کال پر افغانستان د اتحادي جماهر شوروي د یرغل ورځ ده او دا د افغانان له ذهنه نه وځي. دا د تجاوز ورځ ده،د ظلم ورځ ده او د دې یرغل په پایله کې میلیونونه افغانان مهاجر شول،څه کم یو نیم ملیون شهیدان شول،څه د پاسه یو میلیون معلول او معیوب شول،خو د دې قربانیو په پایله کې دا هېواد له اشغال خلاص شو.»

خواصي وايي، له هغې وروسته چې افغان ولس د نهه کلن جهاد او سرښندنو  پرمټ سرې لښکرې ماتې کړي او جهاد یې بریالی کړ،خو هغې موخې ته ونه رسیدل،چې  د اسلامي نظام ټینګښت یادیده او لامل یې هم د هغه مهال سیاسي مشرانو نه خپلواکي یادیږي،چې د هېواد د ابادۍ لپاره یې نه درلوده .

خواصي زیاته کړه:« زه دا عدم سیاسي بصیرت ګڼم،چې سیاسیون یې لري، ولس نه ولس قرباني ورکړه، دا سیاستمداران وو،که چپي و او که نور خو کامل استقلال یې نه درلود،چې د هېواد دابادۍ او ازادۍ لپاره یو بل ته انعطاف او ګذشت وکړي .»

پخوانی جهادي مشر محمد صادق مصعب وايي، اوس له اسلامي امارته غوښتنه دا ده،چې دامریکا له ماتې وروسته هغه ناکامې تجربې تکرار نه کړي،چې پخوانیو جهادي مشرانو د روسیې ځواکونو له ماتې وروسته ترسره کړې وې او افغانستان یې څلویښت کاله د اور په لمبو وسوزاوو .

مصعب زیاته کړه:« اوس چې افغانانو بل سوپر طاقت ته چې هغه امریکا او د ناټو په چوکاټ کې یې متحدین دي ماتې ورکړې.  اسلامي امارت ته په کار دي،چې د تېرو سیاسیونو تجربې تکراري نه کړي.»

اسلامي امارت هم ډاډ ورکوي،چې له تیرو ټولو  تجربو یې زده کړه کړې او له نړۍ سره به په یو پاخه سیاست تعامل ته لاړ شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:« اسلامي امارت د یوه قوي او پاخه سیاست په اساس له نړیوالو سره تعامل ته چمتو دی، د خپل هېواد د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر اساس له نړیوالو سره مخ ته ځي او د مخکینو تجربو په پام کې نیولو سره پرمخ روان دی.»

په تېره یوه پیړۍ کې د نړۍ درېیو زبر ځواکونو د خپلو قدرتونو په اوج کې پرافغانستان یرغل کړی دی، چې وروستی هغه یې امریکا او دناټو په چوکاټ کې یې متحدین وو ،افغان ولس بیا دغو ټولو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist