Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

پرمختګونه او خنډونه؛ ۲۰۲۴ کال کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکو ته کتنه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/01

 په تېر ۲۰۲۴ کال کې اسلامي امارت له ګڼو هېوادونو سره د تعامل دروازې پرانېستې.

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سربېره یې له ګڼ شمېر نورو هېوادونو سره تعامل ته دننه شوې چې په وینا یې، له دغو هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې راکړې ورکړې  لري او همدا راز لوړ پوړي ډېپلوماټان یې هم سره تګ راتګ کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي: « په سیاسي او ډېپلوماټیکه برخه کې د افغانستان سلامي امارت مهمې لاسته راوړنې درلودې چې له چین، متحده عربي اماراتو، آزربایجان، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې او د مرکزي آسیا او سیمې له ګڼو نورو هېوادونو سره اړیکې پر لوړه کچه رغېدلې دي. د روسیې په شمول ځینو هېوادونو د افغانستان اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له لېست لرې کړی او همدارنګه په یو شمېر مهمو هېوادونو کې سیاسي استازولۍ اسلامي امارت ته سپارل شوې دي. د دغو هېوادونو ترمنځ ډېپلوماټان تبادله شوي او د ګڼو هېوادونو لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته راغلي او دغه راز زموږ پلاوي نورو هېوادونو ته تللي دي. د ازبېکستان د لومړي وزیر پر مشرۍ پلاوی او د روسیې امنیت شورا د عمومي منشي او پخواني دفاع وزیر پر مشرۍ پلاوي راتګ د دغو تعاملاتو ښې بېلګې دي.»

د سیاسي چارو کارپوهان هم په دې باور دي چې اسلامي امارت په تېر یوه کال کې د ډېپلوماټیکو اړیکو د ټینګښت په برخه کې پرمختګونه کړې او په دې برخه کې ۲۰۲۴ کال له لاسته راوړنو ډک و خو دا ټول کافي نه دي او باید د رسمي اړیکو ټینګښت لپاره هلې ځلې وشي.

د کارپوهانو په اند، بریکس او دېته ورته نورې نړیوالې ناستې چې د اسلامي امارت د استازي له ګډون پرته ترسره شوې، هغه مسایل دي چې لاهم د افغانستان په بهرني سیاست کې د ستونزو په توګه پراته دي او د حل لار یې له نړۍ سره پر حقوقي بنسټ ولاړو رسمي اړیکو ټینګښت دی.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « له نړیوال فشار سره سره، د امریکا پر مشرۍ د غربي نړۍ د غلطو او جابرانه سیاستونو سربېره، د افغانستان اسلامي امارت د یوه کال په جریان کې د نړیوال تعامل په اړه پرمختګونه درلودل.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « اسلامي امارت د کونسلي چارو او بهرنیو ماموریتونو د ښه تنظیم په برخه کې پرمختګونه کړې. ماته ښکاري ۲۰۲۴ کال یو ښه کال و او ګڼې لاسته راوړنې یې لرې، خو د دې ټولو پرمختګونو ترځنګ ځینې نیمګړتیاوې لاهم ترسترګو کېږي. د بهرنیو چارو وزارت تر ټولو مهم مسوولیت او ماموریت له نورو هېوادونو سره په رسمي او حقوقي ډول د چارو او اړیکو تأمین دی چې لاهم نیمګړی دی او په سمه توګه نه دی رامنځته شوی. موږ لاهم ونه شو کولی چې په لویو فورمونو که هغه د ملګرو ملتونو ناسته ده یاهم د شانګهای ناسته وه چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ بحثونه وو، د برېکس سازمان غونډه چې په کې د اسلامي امارت د استازي ګډون و. دا پرمختګونه لاهم نیمګړي پاتې دي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « تېر ۲۰۲۴ کال که څه هم له ځینو منتقدو هېوادونو سره تجارتي او ډېپلوماټیکې اړیکې ښې وې، خو دا کافي نه دي. زما په اند، ښه به دا وي چې ۲۰۲۵ کال له ټولو نړیوالو هېوادونو سره او په ځانګړي ډول له غربي نړۍ سره باید اړیکې جوړې شي. افغانستان باید دغسې یو هېواد وي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره موازنه سمه وساتي؛ هم له منقطې او هم له نړیوالو سره. هغه مشروع غوښتې چې موږ یې له نړیوالو لرو یا نړیوال یې له موږ لري، په هغو باندې باید یو توافق ته سره ورسېږو.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزی بیا له نړۍ سره اړیکې مهمې ګڼي او زیاتوي چې اړینه ده نړیوالو سره د سیاسي اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې وشي.

ستانکزی په دې اړه وايي:« دا نظام له موږ نه سیاست غواړي، دا نظام له موږ نه ډېپلوماسي غواړي. نړۍ اوس د یوه کلي حیثیت لري او په کلي کې هېڅوک پرته له دې چې له خپلو کلیوالو سره مراوده وکړي او په مړي ژوندي کې ورسره شریک شي، رفت او آمد ورسره ولري، یو له بل سره تجارت او راکړه ورکړه کړي، بې له دې ژوند نه شي کولی. دا ښکاره خبره ده او د دې لپاره او د هر هېواد لپاره او په ځانګړې توګه زموږ د اسلامي امارت لپاره دا ضررو ده او لازمي ده چې باید ډېره قوي ډېپلوماسي ولرو.»

ځینې نور بیا وايي، له ټولو نړیوالو فشارونو سربېره بیاهم افغان حکومت له هېوادونو سره د تعامل په برخه کې پرمختګ کړی او له ګڼ شمېر هېوادونو سره غیر رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې لري خو په کار ده چې دغه اړیکې پر رسمي هغو بدلې شي.

د دوی غوښتنه دا ده چې ټول هغه مسایل باید لرې شي چې د رسمي ډېپلوماټیکو اړیکو د ټینګښت پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.

د سیاسي چارو  کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي: « اصلي خبره دا ده هغه موانع چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړولو، پراختیا او یا د تنظیم په لاره کې پراته دي، د هغو لرې کولو لپاره په تېر یوه کال او یا درېیو کالو کې نه یوازې دا چې کار نه دی شوی بلکې دغه موانع په ځینو مواردو کې لا زیات شوې دي. له همدې امله د افغانستان د ډیپلوماسۍ دستګاه د پرمختګ پر ځای یو ډول ولاړه ده او یا هم په ځینو برخو کې شاتګونه لري. نو په کار دا ده چې د هغو موانعو د ایسته کولو لپاره جدي او هر اړخیز کار وشي.»

 شنونکي باور لري چې له نړۍ سره د رسمي اړیکو په ټینګښت سره به په افغانستان کې اقتصادي ستونزې حل، لګېدلي بندیزونه به لرې او افغان حکومت به د خپلو ټولو هغو اتباعو ستونزو ته په قانوني توګه رسېدنه وکولی شي چې نورو هېوادونو کې کډوال دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist