Skip to content
د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د سلواغلې پر ۸ مه » د یوه خبري کنفرانسپر مهال وویل، امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو مخنیوی نه کوي او د سیمې او نړۍ هېوادونه یې مکلف ګرځولي،چې له افغانانو سره مرسته وکړي.
پرایس ویلي، د سیمې او نړۍ هېوادونه مکلفیت لري،چې له افغانانو سره مرسته وکړي.
اخوا اسلامي امارت بیا له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي دي،چې بشري مرستې دې نه سیاسي کوي او له هر نوع توپیر پرته دې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
اسلامي امارت د نړیوالو د هر ډول بشري او اقتصادي مرستو هرکلی کوي او ټولې نړۍ ته یې ډاډ ورکړی دی،چې مرستې به په شفافه او عادلانه توګه اړمنو افغانانو ته رسېږي.