Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پرايس: اسلامي امارت به د خپلو وروستیو پرېکړو له امله لویه بیه پرې کړي

پرایس: افغانستان به د نړیوالو ترهګرو پر پټنځای بدل نه شي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/02

د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه خبري ناسته کې ویلي، اجازه به ورنه کړي،چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي.

پرایس  ویلي، د  امریکا متحده ایالت او متحدین به یې نړیوالې ترهګرې ډلې پرې‌نږدي،چې افغانستان کې ځالې جوړې کړي او بیا امریکا او ملګرو هېوادنو ته یې ګواښ پیښ کړي.

دغه راز پرایس یو ځل بیا طالبان د  دوحې له  هوکړې پر سرغړونه تورن کړي او ادعا یې کړې،چې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ته ځای ورکول له یاد تړونه ښکاره سرغړونه ده.

هغه زیاته کړې:« زموږ دريځ په دې برخه کې ډېر واضېح دی،چې  د ا مریکا محتده ایالات او زموږ همکار هېوادونه ټوله نړۍ کې به دې ته اجازه ورنه کړي،چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په امن پټن ځای بدل شي او امریکا او ملګرو هېوادونو ته یې کوم ګواښ پيښ کړي. د القاعدې مشر ته د طالبانو لخوا کابل کې ځای ورکول د دوحې له تړونه سرغړونه ده،چېرته چې دوی  دا ژمنه څو ځل تکرار کړې،چې ترهګرو ته به اجازه ورنه کړي،  چې د افغانستان خاوره وکاروي او نورو هېوادونو ته ګواښ پيښ کړي.»

همدا راز پرایس دا هم ویلي،چې په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په دوحه کې د اسلامي امارت له استازو سره لیدلي او په مهمو مسایلو یې بحث کړی دی .

د پرایس په خبره، په دغه لېدنه کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د امریکا پر ځینو غوښتنو چې له کابل  یې لري،هم خبرې شوي دي.

هغه زیاته کړې:« د افغانستان لپاره زموږ ځانګړي استازي توماس وېسټ په دې وروستیو که له ځینو طالب چارواکو سره دوحه کتلې دي. په دغه ناسته کې دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې تر څنګ  د امریکا ځېنو غوښتنو پر سره خبرې کړې دي. موږ به دې پروسې ته همداسې دوام ورکړو،ترڅو له طالبانو سره ښکیل پاتې شو.»

دغه راز پرایس ویلي، د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکولو له امله  اسلامي امارت تراوسه پورې  نه دی توانیدلي، چې د نړۍ باور ترلاسه کړي او دوی کولی شي،چې د خپلو کړو وړو په وسیله نړۍ پر ځان باورمنه کړي.

اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې اند دي،چې اسلامي امارت ښځو ته د کار او زده کړو اجازې پر ورکړې او په دوحې تړون کې پر کړو ژمنو د عمل په صورت کې کولی شي،چې د نړیوالو باور ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« نړیوال هم په افغانستان کې خپلې اقتصادي او سیاسي موخې لري او ترهغې چې خپلې ګټې لاسته رانه وړي له  بېلابېلو بهانوکار اخلي،خو اسلامي امارت ته هم په کار ده،چې نرم والی وښي او اړیکې سره ورغیږي او د افغانستان حکومت پر رسمیت وپیژني،ترڅو افغانان له اوسني خراب اقتصادي وضیعته وژغورل شي.»

اسلامي امارت  تر اوسه پورې په رسمي ډول نه ده تائید کړې،چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري دې کابل کې د امریکا په هوايي برید کې وژل شوي وي او یاهم نوموړي په کابل کې حضور درلود.

له دې وړاندې  اسلامي امارت ګاونډيو، سیمې او نړۍ ته  په وار وار ډاډ ورکړی دی،چې هېڅ چا ته به ددې اجازه ورنه کړي،چې دافغانستان خاوره د دوی پرضد وکاروي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist