Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پخواني چارواکي: ایران او پاکستان د خپلو ګټو لپاره د جګړه مارو ډلو ملاتړ کوي

admin by admin
2021/07/29

کابل کې نن  یو شمېر پخواني چارواکي، فعالان، ښځې او ځوانان راټول شوي او د افغانستان په چارو کې یې د ګاونډیو لاسوهنې وغندلې.

دوی پر ایران او پاکستان نیوکې وکړې، چې د خپلو ګټو لپاره د جګړه مارو ډلو ملاتړ کوي.

غونډه کې په ایران تور پورې شو، چې غواړي افغانستان کې د اوبو بندونه تخریب کړي ترڅو د کمال خان  او سلما بند اوبه، چې پر دې هېواد بندې شوي، بېرته ور وبهېږي.

عبدالصمد فرمولي د ملي ائتلاف ګوند مشر وايي: «د تروریستانو او طالبانو ملاتړ او تجهیز ایران هېواد کوي، ترڅو د خلکو د ذهنونو او عامو ګټو خلاف عمل ترسره کړي.»

معین څمکنی د حق او عدالت ګوند مشر وايي: «اوس زموږ حکومت په ناامن وضعیت کې دی، نو ایران او ګاونډي هوادونه دې له دې وضعیته ګټه نه پورته کوي او لاسوهنه  دې نه کوي، ځکه اوس ټول افغانان دوی ته متوجه دي.»

غونډه کې پر اسلامي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم نیوکې وشوې، چې د افغانستان د لسیزو جګړو پر وړاندې چپ دي.

د غونډې برخه والو پر حکومت غږ وکړ چې له مهار شویو اوبو دې ګټه واخلي او که ګاونډي یې غواړي، د پيسو په بدل کې دې ورکړي.

د غونډي ګډونوال عبدالرحیم نوري  وايي:« د نړۍ پر کچه له سلو ډېر اسلامي هېوادونه دي، خو د افغانستان په ۴۰ کلنه جګړه کې هېڅ غبرګون نه ښیي او ان نړیوال او زموږ ګاونډې هېوادونه.»

پخوانی پوځي جنرال یوسف همت وايي: « هلمند اوبه د کمال خان بند، سلما اوبه او همداسې ډېرې اوبو دي،چې باید حکومت یې مخه ونیسي او د ګټې اخېستلو په صورت کې به د ماهیانو فارمونه ولرو. دومره برېښنا به ولرو، چې د ټولو ګاوندیو هېوادونو لپاره هم بسنه کړي.»

 دغې ولسي غونډې د یوه پرېکړه‌ لیک په صادرولو له ایران او پاکستان په کلکه غوښتنه وکړه، چې د خپلو شومو موخو لپاره دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې بندې کړي او د جګړې پرځای دې د افغانستان په سوله کې خپلې ګټې تعقیب کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist