Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پخواني طالب چارواکي: د طالبانو نوې سرپرسته کابینه د دولتي چارو د سمبالښت لپاره اعلان شوې

admin by admin
2021/09/08

یو شمېر پخواني طالب چارواکي وایي، د اسلامي امارت له لوري اعلان شوې سرپرسته کابینه د چارو سمون لپاره مهمه ده.

دوی وايي، شپږ میاشتې وروسته به رسمي کابینه او د رایو پر اساس به راتلونکی منتخب ولسمشر وټاکل شي.

پخوانی طالب چارواکی مولوي سیدالله حنفي وايي: «زه فکر کوم، اوسنۍ اعلان شوي سرپرسته کابینه به تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي او وروسته تر هغې به رسمي کابینه اعلان او د رایو له لارې به ولسمشر ټاکل کېږي.»

اخوا د چارو یو شمیر څارونکي تېرو دورو ته په کتو سره سرپرستې ادارې د هېواد په زیان بولي او د  زر رسمي حکومت اعلانیدو غوښتونکي دي.

ټینګار دا دی چې په کابینه کې دې تخصصي او مسلکي کسانو ته ځای او پوره صلاحیت ورکړل شي.

د چارو څارونکی بهارمل بهار وايي: «رسمیت او پوره صلاحیت کارمند یا مدیر چې معرفي کیږي باید پوره صلاحیت ولري سرپرست وزیر سرپرست کارمند سرپرست رییس دا پوره صلاحیت هم نلري د چارو پر مخ وړلو لپاره او رسمیت هم نلري، ځکه په اضطراري حالت کې د نارمل کار په مخ وړلو لپاره ټاکل شوي او سني کابینه چې طالبانو اعلان کړي غوښټنه مو دا ده چې دواړه ملاحظو ته پام وکړي.»

اخوا ځینې نور بیا د لنډمهالې کابینې اعلانیدل د طالبانو له لوري مجبوري او د اوسني وخت اړتیا ګڼي.

د کندز پخوانی والي عمر ساپی وايي: «دې کې شک نه شته چې سرپرسته  اداره به خپلې ستونزې ولري، خو طالبانو له دې پرته بله لار نه درلوده. طالبان دوه هدفه په سرپرسته اداره کې لري، یو هدف هڅه کوي چې د دې سرپرستې ادارې عکس العمل وګوري، چې نړیوال څه عکس العمل ښيي، د دوي تشکیلاتو ته داخلي سیاسیون څه عکس العمل ښيي.

همدارنګه دوی کوښښ کوي، خپل ظرفیتونه مالوم کړي، د سرپرستې ادارې له لارې چې دوی څومره ظرفیت لري، څومره کولی شي، د خپل حکومت چارې په ښه توګه په مخ بوځي که چیرې دوی په دغه برخه کې ستونزې ګوري، دوی به په اسانۍ هغو چارو ته رسیدنه کوي.»

خو د اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي بیا وايي، د چارو سمبالښت لپاره سرپرستې کابینې ته اړتیا وه او د کابینې پاتې غړي به هم ژر اعلان شي.

کریمي وايي: «زموږ هېوادولو په ټولو سیمو د خدماتو عرضه کولو ته اړتیا درلوده، تر څو د ولس اقتصادي او پرمختیایي چارو ته پر خپل وخت رسیدنه وشي او د زیانونو مخه ونیول شي، نو اسلامي امارت پریکړه وکړه چې د ولاړ چارو د پر مخ وړلو لپاره یوه کابینه اعلان کړي.»

پخوانی طالب چارواکي ډاډ ورکوي چې په راتلونکې رسمي کابینه کې به ټولو افغانانو ته ځای ورکول کېږي او ښځو ته به هم په کې ونډه ورکړل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist