Skip to content
د افغانستان د ماليې پخوانی وزیر خالد پاینده په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، افغان پوځ چې څومره بلل کېده د هغه ۶مه برخه جوړوله.
خالد پاینده وايي، د خیالي پوځ ټوله تنخوا د پوځي مشرانو شخصي جېبونو ته تللې.
هغه ادعا کړې، چې د پولیسو او اردو دواړو شمېر د هغه شمېر نیمايي ته هم نه رسېده، چې څومره رسنیو ته ویل شوی وو.
امریکا او ناټو له تېرو شل کلونو پر افغان پوځ، پولیسو او ملي امنیت میلیاردونه ډالر ولګول، خو د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په کمه موده کې د دغو بنسټونو پاشل کېدو نړیوال هم حیران کړي دي.