Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زهرا بلوچ: افغان چارواکي دې د غیر مسوولانه څرګندونو پر ځای د وسله‌والو پر وړاندې اقدامات وکړي

پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/21

په پاکستان کې د ناامنیو له زیاتوالي وروسته د دې هېواد ګڼو چارواکو په پرلپسې توګه تورونه پورې کړي، چې کواګې دغه برېدونه د ډیورند فرضي کرښې دا غاړه تنظیم کېږي.

د همدغو تورونو پر دوام تازه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري کنفرانس کې ادعا کړې، چې د خیبر پښتونخواه په بنو کې برېد، چې په کې ۸  تنه پاکستاني پوځیان ووژل شول، د ډیورند فرضي کرښې دا غاړه د حافظ ګل بهادر اړوند ډلې له لوري تنظیم شوی دی.

بلوچ په راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره یو ځل بیا له سرپرست حکومت د ټي‌ټي‌پي او د ورته وسله‌والو ډلو پر ضد د بېړنیو او اغېزناکو اقداماتو غوښتنه کړې.

هغې زیاته کړې:« د افغانستان له سرپرست حکومت غواړو، چې په راتلونکي د ورته پېښو د مخنیوي په موخه، په بنو کې د جولای د ۱۵ پېښې د ترسره کوونکو پر وړاندې بېړني، قوي او اغېزناک اقدامات ترسره کړي. ورته برېدونه دوه اړخیزې اړیکې زیامنوي او د سیمې امنیت ګواښي.»

زهرا بلوچ افغان لوری د ټي‌ټي‌پي پر ضد د اقداماتو پر کم کارۍ تورنوي او ادعا کوي، چې د هېواد د پرلپسې غوښتنو او اندېښنو سره سره لاهم دغه ډله په افغان خاوره کې ده او په وینا د پاکستان ضد کړنې پلان کوي.

هغه وايي:« د بنو پېښه افغان لوری په خپله خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو پر وړاندې بېړنیو، جدي او اغېزناک اقدامات ترسره کولو ته رابولي. په دې برخه کې د پاکستان د عملي اقداماتو له غوښتنې سره سره، په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي په ګډون ورته وسله‌والې ډلې حضور لري او د سیمې سولې او امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.»

خو د دې هرڅه خلاف، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې کارېدنه د سرپرست حکومت د پالیسۍ او سیاستونو خلاف کړنه ګڼي.

نوموړی هلته روان وضعیت د پاکستان کورنۍ مساله بولي او زیاتوي، سرپرست حکومت د دغه هېواد په ګډون له هېڅ هېواد سره د اړیکو د ترينګلتیا په لټه کې نه دی.

هغه زیاتوي:« د ټي‌ټي‌پي ملاتړ کول د پاکستان پر وړاندې زموږ پالیسي نه ده. موږ افغانستان ته ستونزې نه راوړو. موږ لکه څنګه چې دلته د اسلامي نظام د راوستلو لپاره قرباني ورکړې، دا ساتنه یې هم پر موږ حق لري. موږ به دا اسلامي نظام ساتو، موږ خپل نظام ته ستونزې نه جوړوو، زموږ له پاکستان سره څه کار دی. زموږ له بل هېواد سره څه کار، دا د پاکستان خپل کورنۍ ستونزې دي.»

د سیاسي چارو شنونکي د پاکستاني چارواکو ورته څرګندوې له خپلو مسوولیتونو تېښته او د هغو پالیسیو او سیاستونو پایله بولي چې په خبره یې یاد هېواد په تېر کې خپلو اهدافو ته د رسېدا لپاره ترې کار اخیست.

دوی وايي، دغه هېواد د تورونو له لارې غواړي، نړۍ ته د سرپرست حکومت ناسم انځور وړاندې کړي او د ترهګرۍ د قرباني معرفي کولو له لارې ځان ته مالي امتیاز او کرېډټ ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« د پاکستان وضعه ورځ بلې ته خرابېږي، د حل کېدو چانس یې هم ډېر کم دی. پاکستان له پښتنو او بلوڅو سره په جنګ اخته دی، البته د پاکستان مشران دا اخلاقي جرأت نه لري، چې خپلې ستونزې ومني او له خپلو خلکو سره یوه تفاهم ته ورسېږي، بلکې پاکستاني مشران هڅه کوي، چې خپلې ستونزې بهر صادرې کړي او د صادرولو لپاره ښه ټاکنه افغانستان او هند دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت درې ورځې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان سفارت مرستیال د بنو پېښې په تړاو احضار کړی و او د جدي اعتراض ښوولو ترڅنګ یې له افغان لوري د بنو  پېښې عاملانو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist