Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې یو شمېر افغانان د جعلي طبي اسنادو لرلو په تور نیول شوي

پاکستان کې یو شمېر افغانان د جعلي طبي اسنادو لرلو په تور نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/25

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی هغه نهه تنه افغان اتباع یې د کراچۍ په هوايي ډګر کې نیولي چې پاکستان ته په جعلي طبي اسنادو ورغلي او غوښتل یې درېیمو هېوادونو ته لاړ شي.

 

په دې اړه خپرو شویو راپورونو کې ويل شوي، دغه افغان اتباع په تېرو درېیو ورځو کې نیول شوي دي.

په راپورونو کې د پاکستاني چارواکو له قوله ويل شوي، يادو افغانانو د درملنې د جعلي طبي اسنادو په وسیله د پاکستان وېزې ترلاسه کړې او په دې سره یې د سفر له وېزو ناوړه ګټه اخیستې ده.

 

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په وروستيو کلونو کې افغانانو ته د وېزو ورکول سخت کړي او دې هېواد ته تلونکي افغانان اړ دي چې تور بازار کې د پاکستان وېزې د زرګونه ډالرو په بدل کې تر لاسه کړي.

د سیاسي چارو شونونکی جنت فهیم چکري وايي: « پاکستان تل هڅه کړې چې پر افغان مهاجرو فشار وارد کړي ترڅو هغوی په تکلیف کړي او بیا د یوې سیاسي وسیلې په توګه ترې ګټه واخلي او د اسلامي امارت پر حکومت خپلې غوښتنې ومني. اسلامي امارت ته په کار ده چې له افغانستانه د خلکو د وتلو اصلي لامل پیدا کړي او د ستونزو په هوارولو سره د هغو کسانو مهاجرت مخه ونیسي چې غواړي ګاونډیو هېوادونو ته کډه شي.»

د راپورونو له مخې، یو شمېر افغانانو پاکستان ته له تګ وروسته په اسلام آباد، لاهور او کراچۍ کې امريکا، جاپان او د نړۍ نورو هېوادونو ته د سفر کولو لپاره د يادو هېوادونو له سفارتونو او کونسلګریو د وېزو غوښتنه کړې.

په همدې حال کې، پاکستاني چارواکو ویلي، د انساني قاچاق ضد ادارې د هغو کسانو پر وړاندې درې جلا دوسیې ثبت کړې چې د محکمې په حکم زندان ته استول شوي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدزلمی افغانیار وايي: « پر هغو کډوالو د فشار راوړلو اصلي موخه چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي دا ده چې پاکستان غواړي د افغانستان پر اوسني حکومت فشار راوړي. زه هیله لرم د بشري حقونو او کډوالو ملاتړ بنسټونه دغه هېواد ته وریاده کړي چې د کډوالۍ پروټوکولونه رعایت کړي. له بلې خوا، که غواړي له افغانستان سره تعامل ولري، دغه تعامل باید د دواړو خواوو د ملي ګټو خوندیتوب په رڼا کې وي.»

وړمه ورځ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات له لارې له دوو ګاونډو هېوادونو څخه ۱۷۵ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې کړل شوې دي.

ایران او پاکستان په دې وروستیو کې د کډوالۍ نړيوالو اصولو خلاف پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې او په زور يې له خپلې خاورې وباسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist