Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د افغان کډوالو ځورولو بې رحمانه لړۍ لاهم دوام لري

پاکستان کې کډوالو ته د ټاکل شوي ضرب الاجل پای؛ کډوال له کومو ستونزو سره مخ دي؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/31

د پاکستان حکومت له لوري افغان کډوالو ته د روانې اکټوبر میاشتې تر وروستۍ نیټه وخت ورکړل شوی وه چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، تر دې مهال په زرګونه افغان کډوالو  تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان له لوري ورکل شوي ضرب الاجل نیټه پای ته رسېږي او د چهارشنبې په ورځ دغه نیټه پوره کیږي.

په پاکستان کې میشت افغان کډوال وايي،له سختو ستونزو سره مخ دی ،  شتمنۍ او جایدادونه یې  ترې پاتې دي او ګڼ کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري زنداني شوي او اوس یې کورنۍ سرپرست نه لري چې افغانستان ته ستنې شي.

دوی وايي، غوښتنه یې داده چې باید په دغه برخه کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وشي چې زنداني شوي افغان کډوالو راخوشې کړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو استازی نظر خوږیاڼیوال وايي:« په پاکستان کې د ناقانونه کډوالو د مهلت یوه ورځ پاتې ده، چې له امله یې افغانان زیات اندېښمن او په وېره کې دي. دوی په بېلابېلو ځایونو کې راټول دي او زیاتره هغه ښځې او ماشومان دي چې له میاشتو میاشتو راهیسې یې نارینه په زندانونو کې پراته دي او دوی نه شي کولی یوازې خپل هېواد ته ستنې شي. موږ د افغانستان له اوسني حکومت،(یو.اېن.ایچ.سي. آر) او پاکستاني چارواکو غواړو چې کوم افغانان په زندانونو کې دي مهرباني دې وکړي دا کډوال دې خوشې کړي ترڅو له خپلو کورنیو سره خپل هېواد ته لاړ شي. بله دا چې کومه پرېکړه چې پاکستان کړې ده دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېراختلافونه رامنځته کړي، افغان کډوال یې د سیاست ښکار کړي دي. د افغانانو په کورونو چاپې وهل کېږي هغه افغانان هم نیسي چې (پي.او.ار) (اې.سي.سي)کارتونه او پاسپورټونه هم لري.»

د  اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،  د پاکستان دغه پریکړه چې افغان کډوالو له دغه هېواده په زوره باسي ناسمه ده.

د مجاهد په خبره، د پاکستان دغه اقدام له ټولو نړیوالو بشري قوانینو او اصولو سره په ټکر کې دی او دوی ته هم د منلو نه د ی.

مجاهد زیاته کړې: « له بده مرغه کډوال په زور دې ته مجبوروي چې له پاکستانه ووځي او دا په نړیواله سطحه یو ناقانونه عمل دی، بله دا چې دا د دوو ګاونډي هېوادونو او دوو مسلمانو ملتونو ترمنځ د منلو وړ نه دی، خو بیا هم چې پاکستان دا کار کوي د هغوی هېواد دی او هغوی دا اقدام کولي شي او اسلامي امارت به هم هڅه کوي چې د کډوالو د راستنېدو لپاره تر خپله وسه چمتووالی ولري، د امکاناتو تر حده مرستې ورته ورسوو او ځای پر ځای یې کړو.»

د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې  پاکستان اوس د افغان حکومت له دغې تشې  چې په رسمیت نه دی پيژندل شوی ګټه اخلي او ټول نړیوال قوانین تر پښولاندې کوي خو افغان کډوال په داسې حال کې له خپل هېواده په زور باسي چې افغانستان له سخت ژمي سره مخ دی .

 دوی وايي، غوښتنه یې دا ده چې د کډوالۍ نړیوالې ادارې او ملګري ملتونه باید پراسلام اباد فشار راوړي چې له خپلې پريکړې پرشا شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « سوړ ژمی راروان دی، د بې کارۍ کچه لوړه ده، غربت او فقر زیات دی. د افغانستان اوسنی بشری وضعیت د نړیوالو بندېزونو تر اغېز لاندې دی؛ نو په دې سختو شرایطو کې د پاکستان دا عمل چې په سلګونه زره او مېلیونونه بې وزله افغان کورنۍ مجبوروي چې په لنډ وخت کې له پاکستانه ووځي، دا نه یوازې ظالمانه او وحشیانه عمل دی، بلکې د نړیوالو بشري قوانینو او ارزښتونو سره په ټکر کې هم دي.»

له دې وړاندې ملګرو ملتونو او د بښنې نړیوال سازمان  هم د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان پریکړه ناسمه ګڼلې او هېله یې ښودلې چې پاکستان به په دې  تړاو خپله پریکړه بېرته واخلي.

د بښنې نړیوال سازمان له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناسم چلن د نړیوالو قوانین نقض بللی دی او په دې تړاو یې اندښنه څرګنده کړې.

 

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist