Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې مېشت افغان کډوال: د پولیسو له ځورونې سربېره ګڼو ستونزو سره مخ یو

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: د پولیسو له ځورونې سربېره ګڼو ستونزو سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/31

پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وایي، د اسلامي امارت په راتګ سره له اقتصادي ستونزو سره مخ و او په خبره یې له مجبورې یې هېواد پرېښی دی.

دوی د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي چې د افغان کډوالو ستونزو د حل لپاره له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي؛ ترڅو يې د ځورولو او پر زور افغانستان ته د ستنولو لړۍ ودروي.

په پاکستان کې  مېشت افغان کډوال ملک مجاهد  شینواری وايي: « زه دا وایم چې د پاکستان حکومت یو نوټفکېشن او یو مکتوب افغان مهاجرو ته ورکړی چې په کې د ۲۰۲۵ ډسمبر تر ۳۱ مې افغان مهاجرینو ته وخت ورکړل شوی. خو بیا هم که د پاکستان حکومت له پاکستانه افغان مهاجرین وباسي، نو د افغانستان حکومت او اسلامي امارت ته په کار دي چې راشي او په اسلام آباد کې د پاکستان له چارواکو سره وګوري؛ ترڅو د ژمي په دې یخ موسم کې افغان مهاجرین په ایستلو اړ نه کړي.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې له راستنو شویو او په کور دننه له بې ‌ځايه شویو کورنيو سره يې د ژوند بيا پيلولو په برخه کې د مرستو هڅې ګړندۍ کړې دي.

دغه سازمان زیاته کړې: « موږ اړمنو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه چمتو کړي دي. هغوی ته مو د روغتیا، زده کړو، کارموندنې او عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي. همدارنګه هڅه مو کړې چې هغوی ته لومړني خدمتونه برابر او پر وخت یې ورته ورسوو. ځینې داسې ورکشاپونه مو هم ورته برابر کړي چې له مخې به یې د نرانو‌ او ښځو وړتياوې لوړې شي.»

د کډوالو حقونو مدافعان د پاکستان په شمول له ګاونډيو هېوادونو د افغان کډوالو اجباري ایستل د ټولو نورمونو خلاف عمل ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د کډوالو حقونو فعال ظاهر بهاند وايي: « دلته لیدل کېږي چې هره ورځ، د شپې او روځې افغان کډوال د پولیسو له لوري ځورول کېږي او حتا هغو ښارګوټو کې چې افغان کډوال اوسېږي، پرې چاپې وهل کېږي. همدارنګه داسې کسان هم نیول کېږي چې وېزې او قانوني اسناد ورسره وي.»

د کډوالو د حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « له بلې خوا، اسلامي امارت هم باید له کوربه هېوادونو غوښتنه وکړي چې بشري حقونه رعایت کړي، له کډوالو سره انساني او قانوني چلن ولري،  له تبعیض او ناوړه ګټنې مخنیوی وکړي او دغه راز اساسي ټولنیزو خدمتونو ته لاسرسی تضمین کړي.»    

له دې سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له تېرو نهو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې یو میلیون افغانان په زور او یا هم په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه کړل شوې دي.

د دغه وزارت ویاند عبداللمطب حقاني وايي: « له ګاونډیو هېوادونو تر یو میلیون زیات کډوال هېواد ته راستانه شوې دي. له دې ډلې له ۹۳ زرو ډېر له پاکستان راغلي او شاوخوا ۱۷ زره له ترکیې راغلي او پاتې نور ټول له ایران په اجباري او خپله خوښه راستانه شوې دي. له دغو راستنو شویو مهاجرینو سره د هېواد په فرضي او سرحدي دروازو کې ځینې بېړۍ مرستې ترسره شوې او له هغې وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.»

له دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي وو چې په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له پاکستان او ایران څه باندې ۱.۲میلیونه تنه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist