پاکستان کې د سویډن سفیرې د رکشا چلونې جواز ترلاسه کړ.
د سویډن د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې فیسبوک پاڼې ليکلي، انګرید جوهانسن چې په پاکستان کې د سویډن سفیره ده، وروسته له دوو کلونو په دې وتوانېدله چې د رکشا چلونې جواز ترلاسه کړي.
پاکستان کې مېرمنو لپاره د رکشا چلول یو غیر معمولي کار دي.
د سويډن د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پاکستان کې پولیسو په بیلابیلو لارو هڅه کوله چې آغلې جوهانسن د رکشا چلونې د جواز ترلاسه کولو څخه راوګرځوي، خو انګرید جوهانسن خپلو هڅو ته دوام ورکړ چې په پایله کې یې د رکشا چلونې جواز ترلاسه کړ.











