Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د انرژۍ بحران، شهباز شریف یې د مهارولو بېړني ګامونه اعلان کړل

پاکستان کې د انرژۍ بحران، شهباز شریف یې د مهارولو بېړني ګامونه اعلان کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/11

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې هېواد کې د روان اقتصادي او انرژۍ بحران د مهار لپاره بېړني اقدامات اعلان کړل.

هغه ویلي، د سیمې شخړې او پر افغانستان د مخامخ تېري له امله د پاکستان اقتصاد له جدي فشار سره مخ شوی.

شریف زياته کړې، د تازه بېړنيو اقداماتو له مخې به دولتي دفترونه په اوونۍ کې ۴ ورځې فعالیت کوي او عامه لګښتونه به ۲۰ سلنه راکم شي.

د پاکستان لومړی وزیر ویلي: « ټولو ته خبرداری ورکوم چې باید ډېر پام وکړي. تاسو بايد په دې ډول بېړنیو شرایطو کې له ناوړه ګټه اخستنې څخه ډډه وکړئ. کنه نو ستاسو پر وړاندې به د قانون منګولې پرانستل شي او جدي چلن به درسره وشي. ټولې ایالتي حکومتي ادارې باید په اوسنیو شرایطو کې جدي پام وکړي.»

د پرېکړې له مخې به ښوونځي د دوو اونیو لپاره تړلي وي، د دولتي موټرو ۶۰ سلنه به له سړکونو وایستل شي، د سون توکو امتیازونه به۵۰ سلنه کم شي او نیمایي دولتي کارکوونکي به له کوره کار کوي.

چارواکي وایي، د دغو اقداماتو موخه د سون توکو سپما او د محدودو انرژيکي زېرمو ښه مدیریت دی؛ ځکه د انرژۍ د نړیوالو بیو لوړېدو او د سیمې جګړو د پاکستان پر اقتصاد فشارونه زیات کړي دي.

د پاکستان په حکومتي پرېکړه کې راغلي: « ښوونځي به د ۲ اونیو لپاره تړل کېږي. د دولتي وسایطو ۶۰ سلنه به له سړکونو لرې شي. د سون توکو په برخه کې امتیازونه به ۵۰ سلنه کم شي. د دولتي کارکوونکو ۵۰ سلنه به له کوره کار وکړي. دولتي دفترونه به په اوونۍ کې یوازې څلور ورځې فعالیت کوي. د عامه لګښتونو کچه به ۲۰ سلنه راټیټه شي.»

د چارو څارونکي وايي، پاکستان په دې وروستیو کې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی او هغه ورځ لرې نه‌ده چې دا هېواد په نړیواله کچه له اقتصادي ماتې او بحران سره مخ شي.

د دوی په خبره، پاکستاني چارواکي نور نه ‌شي کولی خپلې اقتصادي ماتې یا ننګونې پټې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریښتیا وايي: « تر هغو چې پاکستان په خپل بهرني سیاست کې بدلون را نه ولي او د سوداګرۍ ټول نړیوال اصول رعایت نه کړي، وضعیت به یې له دې هم بدتر شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « دا خو ښکاره خبره وه چې دا ورځ به راتلله؛ ځکه دوی له ټولو ګاونډیانو سره اړیکې خرابې کړې، په ځانګړې توګه یې له افغانستان سره قصدا ً زور زیاتی وکړ او د کبر لاره یې غوره کړه. د دوی سیاسیون د خپل هېواد په فکر کې نه دي.»

په ورته مهال، د سیاسي چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان نه یوازې له اقتصادي بحران کړېږي بلکې له سیاسي اړخه هم ورځ تر بلې په نړیواله کچه د بې‌باورۍ خوا ته روان دی.

د دوی په خبره، د دې هېواد حکومتي او پوځي چارواکي له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې خپلې کورنۍ ستونزې پټې کړي، خو د بریالیتوب لار یې نه‌لري.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وایي: « روانو شرایطو د پاکستان ضعیف اقتصاد نور هم ولړزاوه او ممکن مطلق سقوط وکړي. پاکستان دا مهال د ټولې اسیا په کچه کمزوری اقتصاد لري، ځکه چې ډېر پور ورباندې دی.»

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « اوس د پاکستان ډونران پیسې نه ورکوي، ځکه خپله په جګړو کې ښکېل دي او له بلې خوا د افغان جګړې لنګه غوا هم وچه شوې، نو دا ډول ستونزې به خامخا راځي. دوی دومره تېل نه لري چې خپلې الوتکې پورته کړي. دوی نه یوازې اقتصادي مشکل لري بلکې له سیاسي او امنیتي ستونزو سره هم مخ دي او بقا یې په خطر کې ده.»

د پاکستان حکومت داسې مهال په رسمي ډول د اقتصاد او انرژۍ بحران په اړه خبرداری ورکوي چې دا هېواد له کلونو راهیسې له نړیوالو پورونو او اقتصادي بحران سره مخ دی چې له امله یې د پاکستان پر سیاسي او پوځي ډګر هم منفي سیوری غوړېدلی.

د دې هېواد لوړ پوړي چارواکي له بېلابېلو لارو هڅې کوي چې دا هر څه له خپل ولس پټ او هرڅه سم وښیي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist