Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ دوام؛ سلګونه نور افغان کډوال نیول شوې

پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ دوام؛ سلګونه نور افغان کډوال نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/07

له پاکستان تازه خپاره شوي راپورونه څرګندوي چې د دې هېواد پولیسو سلګونه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، نیولي دي.

په خواله رسنيو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې پاکستاني پولیس په اسلام ‌اباد کې د افغانانو د نیولو لړۍ چټکه کړې او د نیولو لپاره يې پر کورونو چاپې وهلې دي.

په خيبر پښتونخوا کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان حکومت له لوري دغه اقدام د بشري حقونو ښکاره نقض ګڼلی او زیاته کړې يې ده چې د پاکستان له لوري دا ډول کړنې د جدي کینې درلودلو په مانا دي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ ویلي: « د اسلام اباد له بي ۱۷ سیمې د هغو افغانانو نیول چې ماشومان او ښځې هم په کې شامل دي او قانوني اسناد په لاس لري، د ژورې اندېښنې وړ دي. دا ډول ځورونې د بشري حقونو ناوړه نقض او د افغانانو پر وړاندې د کېنې او نفرت لرلو ښکاره څرګندونه کوي.»

له دې سره سم، د دوشنبې په ورځ د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان هم د بشري حقونو له مدافعو نړیوالو سازمانانو غوښتي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

دې سازمان په خپره کړې اعلامیه کې د پاکستان له حکومت غوښتي چې د افغان خبریالانو آزادۍ او غوښتنو ته درناوی وکړي او د افغانانو له ځورونو ډډه وکړي.

د اعلامیې یوه برخه:« د پاکستان له دولت غوښتنه کوو چې د افغان خبریالانو د حقونو آزادۍ ساتنه وکړي او هغوی ته دې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد چمتوو کړي او د بې ګناه خلکو له ځورونې دې لاس واخلي.»

په ورته مهال، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو چې په اسلام‌اباد کې يې د افغانانو د نیول کېدو په اړه زموږ اړیکو ته ځواب رانه کړ، څو ورځې وړاندې یې تایید کړه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه یې د دې هېواد له چاروکو سره خبرې کړې.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې له افغان کډوالو د فشار وسيلې په توګه ګټه پورته کوي.

په پاکستان کې ازاد خبريال نعمت‌الله وايي: « د دغې پالیسي مطابق غیر قانوني مقیم افغانانو خلاف کاروایانې چټکې شوې، افغانان نیول کېږي، په جېلونو کې اچول کېږي او خپل هېواد ته لېږل کېږي.»

د سياسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د افغان کډوالو په ځورونې سره پاکستان غواړي پر اسلامي امارت فشار راوړي او خپلې غوښتنې پرې ومني؛ په دې کې بل کار نه شته. پاکستان په کور دننه ګډوډي لري او غواړي چې دا ډول ادعاوې وکړي لکه څرنګه چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم تایید کړه. د حل بهتره لاره یې دا ده چې دواړه هېوادونه سره کېني او د خبرو اترو له لارې دا ستونزه حل کړي، اړتیا نه شته چې فشار او خشونت ته لاس واچوي.»

پاکستان له تېر یوه کال راهیسې نږدې یو میلیون افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړي او په کراتو یې خبرداری ورکړی چې ټول بې اسنادو افغان کډوال به بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist