Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان کې د افغان سفیر لور اختطاف د ټولو ډیپلوماتیکو اصولو خلاف کار دی

admin by admin
2021/07/18

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، د پلاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خیل د لور سلسلې علي خېل تښتونه د دیپلوماسۍ د ټولو نړیوالو کنوانسینونو او اصولو خلاف کار دی او تر شاه یې سیاسي اغراض موجود دي.

دوی د افغان  سفیر د لور اختطاف پر افغان حکومت د پاکستان یو ډول فشار یادوي، چې په وینا یې که اسلام باد کابل قانع نه کړي، نو شاید د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شي.

دوی زیاتوي، که اسلام اباد د دغې پیښې عاملین مجازات نه کړي او د کابل قناعت ترلاسه نه کړي، نو د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کېدو امکان شته.

د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد وايي: « په اسلام اباد کې دافغان سفیر دلور تښتونه او شکنجه دټولو نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو خلاف کار دی او دا کار عادي خلک نه شي کولای، چې په دې سره به افغانستان او پاکستان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې لاپسې خړې پړې کړي.»

غوښتنه داده چې افغان حکومت باید دغه مسله چې ټول افغان ملت ته سپکاوی شوی د د یپلوماتیکو چینلونو له لارې په جدي توګه تعقیب او افغان ولس ته قناعت ورکړي.
خو په دې تړاو دافغانستان د
بهرنیو چارو وزارت یوازې یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې د افغانستان سفیر له حضاره خبر ورکړل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم تر اوسه پورې دغې  مهمې مسلې په تړاو چې د افغان ولس عزت په کې تر پښولاندې شوی دی، هېڅ نه دی ویلي او نه یې هم د خپلې فیسبوک او ټویټر په پاڼو څه لیکلي دي.

په ورته مهال په اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې په پنجاب کې د افغان سفیر د لور تښتونه د ټول افغان ولس عزت پورې تړاو لري او باید پوښتنه یې وشي.

په اسلام باد کې پخوانی افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف زیاته کړه:« په پنجاب کې د افغان سفير د لور تښتونه او تعذيبول د ټولو افغانانو د عزت موضوع ده، بايد د هرافغان له خوا پر کلکه وغندل شي اوهم يې پوښتنه وشي.»

په کابل کې بیا دپاکستان سفیر وايي، حکومت یې په اسلام اباد کې د افغان سفیر له لور سره د شوې پیښې په اړه څېړنې پیل کړي او د څیړنو پایله به په وخت افغان حکومت سره شریکه کړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان  وايي:« د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د لومړي وزیر عمران خان پرر لارښوونه څېړنې پيل کړي دي او د دغو څېړنو له بشپړېدو وروسته به یې پایلې  د افغانستان له حکومت سره شریکې شي.»

په دیپلوماتیکو اصولو کې کوربه هېواد د ډیپلوماتانو او د هغوي د کورنۍ خوندیتوب پر غاړه لري، خو پاکستان په دغه برخه کې ناغېړي کړې.

د تیرې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې دافغان سفیر نجیب الله علي خیل لوري سلسله علي خیلي د نامالومو کسانو له لوري د څو ساعتونو لپاره تښتول شوې وه،چې په کوردننه یې سخت غبرګونونه راوپارول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist