Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان سلګونه افغان کډوال د ناڅرګندو دلایلو له امله بندیان کړي

پاکستان سلګونه افغان کډوال د ناڅرګندو دلایلو له امله بندیان کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/02

یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد حکومت د شاوخوا یو میلیون نورو افغان کډوالو د ایستلو لپاره چمتوالی نیسي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې پاکستاني پولیسو سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته د استولو او د دغه هېواد په سیاسي مسایلو کې د ښکلتیا په تور نیولي دي.  

د افغان کډوالو له لوري په ټولنیز پاڼو کې خپرې شوې ویډیو ګانې ښيي چې پاکستاني پولیسو سلګونه افغانان د نا معلومو تورونو له مخې نیولي دي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د دې هېواد حکومت ورته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال تر وروستیو پورې د پاتې کېدو ژمنه کړې خو د دوی په خبره، د برخلیک د روښانتیا لپاره یې لا هم اندېښنې پر خپل ځای دی.

پاکستان مېشت افغان کډوال حاجي خوګیاڼی وايي: « دا پرېکړه یې وکړه چې افغان کډوال به د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱ مې پورې په پاکستان کې اوسېږي او له هغه وروسته به د پاکستان مرکزي حکومت دا پرېکړه کوي چې افغانان په کوم تاریخ باندې وباسي. موږ له ملګرو ملتونو او د افغانستان له موجوده حکومت نه دا غوښتنه کوو چې د پاکستان له حکومت سره مذاکرات وکړي او افغان کډوالو ته ډېر وخت واخلي؛ ځکه چې افغان کډوال دلته په لویه کچه تجارت او کاروبار نه شي کولی او د دوی په کارتونو کې وخت نه شته او نور وخت هم نه دی ورکړل شوی. له دې سره، پاکستان کې داسې خبره روانه ده چې دلته افغان کډوال ځورول کېږي، خو دلته عادي افغانان نه دي ځورول شوي بلکې یوازې هغه کسان ځورول کېږي چې د پي ټي آی په لاریون کې نیول شوي. همدارنګه هغه افغان نیول کېږي او ځورول کېږي چې چا سره پي او آر او سي سي کارتونه نه وي.»

د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو وروستیو نیونو او له دغه هېواده د راستنو شویو افغان کډوالو د کره شمېرو په اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « له پاکستان هېواد څخه هره ورځ په اوسط ډول له ۲۰ تر ۳۰ پورې کورنۍ په خپله خوښه یا اجباري ډول هېواد ته راستنېږي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په هلو ځلو اوسمهال د پاکستان په لویو ښارونو کې حالات نورمال شوي او څوک نه نیول کېږي. البته په دې وروستیو کې په اسلام آباد او نږدې سیمو کې یوڅه مشکلات راپیدا شوي وو. په ځانګړي ډول دا  اوس چې کومې آوازې خپرېږي چې مهاجرینو ته ورکړل شوې نېټه پای ته رسېدلې، موږ له پاکستان هېواد سره په اړیکه کې یو او کوشش مو دا دی چې مهاجرین ونه ځورول شي.»

د کارپوهانو په اند، پاکستان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې له افغان کډوالو څخه د سیاسي فشار په توګه ګټه پورته کوي.

دوی د کډوالۍ په برخه کې نړیوالو قوانینو ته په پام زیاتوي، اړوند نړیوال سازمانونه دې په دې برخه جدي همکاري وکړي.

د چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان په تېرو درې څلورو لسیزو کې له افغان مهاجرینو څخه د فشار آلې په توګه ګټه پورته کوي. دغه کار نه یوازې د بشري حقونو خلاف عمل دی بلکې د مهاجرینو د نړیوالو حقونو خلاف عمل هم دی. مهاجرین حق لري چې د خپل کور او د خپل وطن د خوندیتوب او نورو ستونو او مسایلو له امله چې دوی کډوال شوي، د هغو تر حل کېدو پورې د نړیوالو نورمونو او اخلاقي ارزښتونو له مخې، بېرته خپل وطن ته راوګرځي. په دې برخه کې د کډوالو نړیواله اداره خپل مسوولیتونه اداء کوي، خو پاکستان همیشه له افغان کډوالو څخه پر کابل باندې د فشار په باره کې ګټه پورته کړې. هر وخت چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل ترینګلي شي یا جنجالونه راپېښ شي، دوی د کډوالو د بېرته ستنېدو فشار واردوي.»

پاکستان له تېر یو کال راهیسې نږدې یو میلیون افغان کډوال په جبري توګه راستانه کړي او په کراتو یې خبرداری ورکړی چې ټول بې اسنادو افغان کډوال به بېرته افغانستان ته ستانه کړي.   

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist