Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

پاکستان د ارومچي مذاکراتو کې له افغانستان درې مهمې غوښتنې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/07

له څو ورځو راهیسې د چین په منځګړیتوب او کوربه توب د دې هېواد په ارومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي او پاکستاني رسنيو يې ځينې جزئيات خپاره کړي.

اکسپرېس ټرېبیون او ډان ورځپاڼو د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، پاکستاني پلاوي د خبرو وړاندې تګ په موخه له افغان پلاوي درې مهمې غوښتنې مطرح کړې چې د پاکستان مذاکراتي ټیم اصلي دریځ بلل شوی.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، پاکستان غوښتي چې تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) دې ترهګریزه ډله وبلل شي، د هغوی پټنځایونه دې له منځه یوړل شي او پر وړاندې یې د عملي ګامونو پورته کېدو کره ثبوت وړاندې شي.

ورځپاڼې دغه راز لیکلي: « اسلام اباد په لومړي سر کې درې غوښتنې مطرح کړې دي چې په کې په رسمي ډول د تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) د ترهګریز سازمان په توګه منل، د دې ډلې پټنځایونه له منځه وړل او پر وړاندې یې د عملي اقداماتو په اړه پاکستان ته د شواهدو وړاندې کول شامل دي.»

ورځپاڼې دغه راز زیاته کړې، چین د منځګړیتوب له لارې هڅه کوي د ستونزې د حل په موخه دواړه خواوې د پنځه ماده‌ییز ګډ کاري چوکاټ منلو ته راوبولي.

په ۲۰۲۵زېږدیز کال کې او د اختلافاتو او جګړو د پیل پرمهال هم پاکستان د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په ناستو کې پر ورته غوښتنو سربېره له افغانستان څخه غوښتي و چې پاکستان کې د جهاد ضد فتوا ورکړي او په پاکستان کې دې د ټي‌ټي‌پي د وسله والې جګړې مخه ونیسي.

افغان حکومت د پاکستاني رسنیو له قوله د مطرح شویو غوښتنو په تړاو څه نه وايي، خو بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ارومچي کې مذاکرات تایید کړي و.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان او منځنۍ اسیا مشورتي ناسته کې ویلي: «  افغان حکومت په پوره صداقت او د حل‌لارې په لټه کې، له پاکستان سره په هغو مذاکراتو کې برخه اخستې چې دا مهال د چین په نوښت په “ارومچي” ښار کې روان دي. زموږ دریځ روښانه دی؛ اسلامي امارت تل د خبرو اترو او متقابل درناوي له لارې د ستونزو حل غواړي.»    

بله خوا، په داسې حال کې چې افغانستان د ټي‌ټي‌پي د حضور او له دې ځایه په پاکستان کې د بریدونو مسله په کلکه ردوي مګر پاکستان یې په بیا بیا د مطرح کولو له لارې د څه لټه کوي؟

د چارو شنونکي باوري دي چې پاکستان ښودلې چې مذاکراتو او خبرو اترو ته ژمنتيا نه لري او له همدې امله د ورته تکتیکونو په وسیله په لوی لاس غواړي مذاکرات سبوتاژ او د افغانستان په اړه ورکول شوې بهرنۍ اجنډا عملي کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: «  پاکستان بالاخره بیا پلمې کوي او د ټي‌ټي‌پي په نوم خپلو پخوانیو ادعاوو ته ورګرځي؛ ځکه پاکستان له امریکا د سیمې بې ثباته کولو  پروژه اخیستي او مجبور دی دا پروژه عملي کړي.»     

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: «   د پاکستان غوښتنې غیر واقعي او نا عادلانه دي. له یوې خوا پاکستان متجاوز دی او له بلې خوا د افغانستان غوښتنې عادلانه دي. دوی باید خپلې ستونزې خپله حل کړي.»  

د چین په کوربه توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب ناسته تېره چهارشنبه د اپرېل په لومړۍ نېټه د دې هېواد په ارومچي ښار کې پیل شوه.

په دې ناسته کې د افغان لوري مشري د بهرنیو چارو وزیر د دفتر رئیس محب‌الله وثیق کوي چې په ډله کې یې د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست استازي هم شامل دي.

هاخوا بیا د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا مشر سید علي اسد ګیلاني د مقابل لوري مشري پر غاړه لري. وبه لیدل شي په راتلونکو ورځو کې مذاکرات کوم لوري ته بیايي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist