Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی

پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/29

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د روان میلادي کال په وروســـــتۍ خبري ناسته کــې د نورو مسایلو ترڅنګ، له افغانستان سره د شته ستونزو په تړاو هم خبرې کړې.

نومـــوړي د روانې ډسمبر په ۱۲مه په کابل کې د ديني عالمانو او لوړپوړو چارواکو ګډې غونډې کــې د هغې فتوا او دریځ ستاینه کړې چې له مخې يې افغان وګړي په بهر کې له جهاد او وسله ‌والې مبارزې منع کړای شوي.

اســحاق ‌ډار دغه څه ښه پرمختګ بللی او وايي، د نورو پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدنې په تړاو په خوست کې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وروستۍ څرګندونې هم کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې او ترینګلتیاوې حل کړي.

هغه دغه ‌راز ویلي، پاکستان د یادې فتوا او د افغان چارواکــــــــــــو پرله پسې ژمنو عملي کېدو ته په تمه دی.

د پاکـستان بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق ډار ویلي: « همدا ډېر ښه پرمختګ دی چې په لـــومړي ځل هلته حکومت فتوا ورکړه چې افغان خاوره به د نورو پر وړاندې نه کارول کېږي؛ که څه هم د پاکستان نوم په مشخص ډول نه دی اخیستل شوی. همدا یوه غوښتنه وه چې موږ لرله، له دې وروسته اوس په تمه پاتې کېږو چې دا څه عملي کېږي او که نه؟ دوې ورځې وروسته هم په غالب ګومان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ویلي چې موږ د نورو پر ضد د خپلې خاورې نه کارېدنې ته ژمن یو. که دغسې څه کېږي نو مسیله په خپله حل ده.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر دا هــم ويلي چې هېواد یې له افغانستان ســـــــره د ښو اړیکـــو غوښتونکی دی او دېته په کتو یې د سوداګریزو لارو له تړل کېدو سربېره، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لېږد اجازه ورکړې.

ځینې افغان کـــــتونکي بیا وايي، په کابل کــــــــــې د افغان علماوو له فتوا وروسته پاکستاني چارواکو او د دې هېواد د پوځ مـشرانو پرې اکتفا نه ده کړې او اوس په دې برخه کې د عملي ګام پورته کولو تمه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « اوس دواړه خواوو دېته ځانونه چمتو کوي چې د خبر بل پړاو پيل کړي. زه فکر کوم خبرې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او دواړه خواوې د پولو له تړل کېدو زیانمنې دي. نو، زه فکر کوم اوس دواړه لوري د خبرو نرمولو او مذاکراتو پیلولو هڅه کوي.»    

د ځـــینو سرچینو په خــــبره، په کابل کـــــــــې د علماوو غونډه چې د اسلامي امارت  مــــشرتابه په لارښوونه جوړه شوې وه، په کـــــــــــــــې په واضېح ډول وویل شول چې افغانستان پر نورو تېری نه کـــوي، خو که بل هر لوری پر افغان خاورې د تيري او د حـــــــریم نقضېدو هڅه وکړي، پر وړاندې یې درېدل د هر افغان شرعي مسوولیت او ملي وجیبه ده.

د چارو شــــــــــــــــنونکي په پاکستان کې موجوده ناامني د پاکستان کورنی محصول اوستونزه بولي او له افغان لوري یې د حل تمه بې ځایه غوښتنه ګني.

د ســیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک وايي: « دا چې د افغانستان دیني علماوو فیصله کړې او اســـــــــــحاق ډار بیا هغې ته اشاره کړې، زما په نظر په دې کې داسې صراحت نه شته په پاکستان کې د خلکو غوښتنې یا د رژیم پر وړاندې د ټي‌ټي‌پي مبارزه باطله او ناروا دي. دا موضوع د افغانستان په سیاست، وګړو او نظام پورې هېڅ اړه نه لري. دا چې په یوه هېواد کې د حقونو ترلاسه کـــــــــــــــولو لپاره د نظام پر وړاندې غږ پورته کېږي، دا د ولس حق دی او د هغه هېواد او ولس ترمنځ موضوع ده چې د حل لپاره یې باید خپله اقدام وکړي.»   

سره له دې چې اسلامي امارت نه یوازې پاکستان بلکې نړۍ ته په بار بار د نورو پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارېدنې ډاډ ورکــــړی او ویلي يې دي چې په دې برخه کې د دوحې هوکړې ټولو مواردو ته ژمن دی؛ خو په تېرو څه باندې څلورو کــــــلونو کې اسلام‌اباد ان په نړیوالو سټېجونو ادعا وکړه چې د افغانستان خاوره یې په ضد کارول کېږي، هغه تور چې افغان چارواکو په ځلونو رد کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist